Skip to content
النِّسَاء /

آيت ١٠٢

٤ : ١٠٢

آيت ١٠٢ of النِّسَاء (٤ : ١٠٢). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

النِّسَاء آيتونه ١٧٦
سورت · النِّسَاء
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٤ : ١٠٢

وَإِذَا كُنتَ فِيهِمۡ فَأَقَمۡتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلۡتَقُمۡ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُم مَّعَكَ وَلۡيَأۡخُذُوٓاْ أَسۡلِحَتَهُمۡۖ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلۡيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمۡ وَلۡتَأۡتِ طَآئِفَةٌ أُخۡرَىٰ لَمۡ يُصَلُّواْ فَلۡيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلۡيَأۡخُذُواْ حِذۡرَهُمۡ وَأَسۡلِحَتَهُمۡۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ تَغۡفُلُونَ عَنۡ أَسۡلِحَتِكُمۡ وَأَمۡتِعَتِكُمۡ فَيَمِيلُونَ عَلَيۡكُم مَّيۡلَةٗ وَٰحِدَةٗۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِن كَانَ بِكُمۡ أَذٗى مِّن مَّطَرٍ أَوۡ كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓاْ أَسۡلِحَتَكُمۡۖ وَخُذُواْ حِذۡرَكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا

او چې كله ته په دوى كې وې او د لمانځه اقامت ورته وكړې نو د هغوى يو ټولى دې تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي، نو چې سجده يې وكړه بيا دې ستاسو تر شا اوسي او هغه بل ټولى دې راشي چې لمونځ يې لا نه دى كړى نو تا سره دې لمونځ وكړې او دوى دې هم خپل چمتووالى او وسلې ورسره واخلي، كافران خوښوي چې كه تاسو له خپلو وسلو او سامانونو لږ غافل شئ نو يو ځلي به درباندې راتوى شي، خو كه د باران له امله ځورېدئ يا ناروغان وئ نو بيا څه وبال درباندې نشته چې خپلې وسلې كيږدئ خو چمتووالى مو نيسئ، بې شكه الله كافرانو ته سپكوونكى عذاب تيار كړى دى.