Skip to content
د سورتونو لړليک /

النِّسَاء

النِّسَاء is chapter ٤ of the Quran and has ١٧٦ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

176 آيتونه د سورت شمېره ٤
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفۡسٖ وَٰحِدَةٖ وَخَلَقَ مِنۡهَا زَوۡجَهَا وَبَثَّ مِنۡهُمَا رِجَالٗا كَثِيرٗا وَنِسَآءٗۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِي تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلۡأَرۡحَامَۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيۡكُمۡ رَقِيبٗا

اې خلكو له خپل هغه رب مو وډارشئ چې له يوكس نه يې پيدا كړئ او له هغه يې بيا جوړه ورته پيدا كړه او بيا يې له دغو دواړه ډېر سړي او ښځې خپاره كړل او له هغه الله نه ووېريږئ چې خپلو كې غوښتنه پرې كوئ او هم د خپلوئ په اړه، يقيناً الله پر تاسو څارونكى دى.

وَءَاتُواْ ٱلۡيَتَٰمَىٰٓ أَمۡوَٰلَهُمۡۖ وَلَا تَتَبَدَّلُواْ ٱلۡخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِۖ وَلَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَهُمۡ إِلَىٰٓ أَمۡوَٰلِكُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبٗا كَبِيرٗا

او يتيمانو ته يې خپل مالونه وركوئ او ناپاك په پاك مه سره بدلوئ، او مه يې مالونه خپلو مالو سره (ګډ) خورئ، دا خامخا لويه ګناه ده.

وَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تُقۡسِطُواْ فِي ٱلۡيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثۡنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَۖ فَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تَعۡدِلُواْ فَوَٰحِدَةً أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُواْ

او كه وېرېدئ چې په يتيمانو كې به برابرى ونكړئ نو له دغو ښځو مو چې څه خوښه وي دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ډارېدئ چې برابرى نه شئ كولاى نوبيا يوه، يا هغه (مينځه) چې تاسو يې مالكان ياست، دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې ظلم ونه كړئ.

وَءَاتُواْ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحۡلَةٗۚ فَإِن طِبۡنَ لَكُمۡ عَن شَيۡءٖ مِّنۡهُ نَفۡسٗا فَكُلُوهُ هَنِيٓـٔٗا مَّرِيٓـٔٗا

او ښځو ته يې خپل مهرونه په خوښۍ سره وركړئ، خو كه په خپله رضا يې تاسو ته د هغه څه برخه دركړه نو (ښه) په خوند سره يې بې ضرره خورئ.

وَلَا تُؤۡتُواْ ٱلسُّفَهَآءَ أَمۡوَٰلَكُمُ ٱلَّتِي جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمۡ قِيَٰمٗا وَٱرۡزُقُوهُمۡ فِيهَا وَٱكۡسُوهُمۡ وَقُولُواْ لَهُمۡ قَوۡلٗا مَّعۡرُوفٗا

او كم عقلانو ته مو هغه مالونه مه سپارئ چې الله د ګوزران سبب درته ګرځولي، البته خواړه پكې وركوئ، جامه وركوئ او ښه خبره ورته كوئ.