أحمد بن عبد الحليم بن عبد السلام بن تيمية
الإسم
احمد بن عبد الحليم بن عبد السلام بن تيمية
اسم الشهرة
ابن تیمیه
نبذة مختصرة
احمد بن عبدالحلیم بن عبدالسلام بن تیمیه الحرانی، شیخ الاسلام، مجتهد او مجدد امام، چې په ۶۶۱ کال کې زېږېدلی، په نقلي او عقلي علومو کې لوی متبحر و، د هوښیارۍ او چټک ادراک مثال او نمونه و، هغه له دې څخه کرکه درلوده چې څوک ورته تقي الدين ووایي، خو هغه په تقی الدین او شیخ الاسلام باندې مشهور شو، شيخ ابن دقيق العيد د هغه په اړه وويل: (کله چې ما له ابن تيميه سره ملاقات وکړ، نو هغه مې داسې یو سړی وموند چې ګواکې ټول علوم يې مخې ته پراته دي او څه یې چې غوښتل اخیسته یې او څه یې چې غوښتل پرېښوده یې)، او حافظ ابن حجر رحمه الله وايي: (هغه یو فقیه، ماهر او متمیز و، پرمختللی مصنف، مدرس و، او فتواګانې یې ورکړې، له خپلو همزولو څخه مخکې شو، د علم استحضار او د ذهن ځواک کې یې عجیب مهارت درلود، په منقول او معقول کې توسع، او د سلف او خلف په مذاهبو باندې اطلاع لرلو کې یو حیرانونکی کس شو)، هغه ډېر اثار لري، تر دې چې الذهبي وایي: (ښایي په دې وخت کې د هغه لیکنې ۴۰۰۰ یا ډېر کتابونه وي)، د هغې له جملې څخه "درء تعارض العقل والنقل" او"منهاج السنة النبوية" او"الاستقامة" او"الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح" او"بيان تلبيس الجهمية" او"اقتضاء الصراط المستقيم لمخالفة أصحاب الجحيم". او هغه په ۷۲۸ کال کې وفات شو.