أبي بن كعب بن قيس بن عبيد الأنصاري
الإسم
ابي بن كعب بن قيس بن عبيد انصاري
اسم الشهرة
أبي بن کعب رضي الله عنه
نبذة مختصرة
ابو منذر او ابو طفیل ابي بن کعب بن قیس بن عبید انصاري خزرجي، یو جلیل القدر صحابي، او د صحابه و له علماوو څخه و، عمر رضی الله عنه وویل: (ابي د مسلمانانو سردار دی)، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ}، یعنې: آیت الکرسي، وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره». او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - ورته وفرمايل: {الله ماته امر کړى چې تا ته ولولم: {لم يكن الذين كفروا من أهل الكتاب}، هغه وويل: الله زما نوم يې واخيست؟ هغه وفرمایل: "هو"، نو هغه وژړل. د هغه د مړینې د کال په اړه ډېر اختلاف شته، ځیني وايي چې په ۱۹ کال، ځیني وايي چې ۲۰ کال، او ځیني وايي چې ۳۲ کال کې وفات شو.