پایلې فلټر کړئ
339 کارتونه
الموضوعات
الموضوعات (13)
التصنيف الشرعي
Filter ▾
حجم المحتوى4
ج- د لمانځه واجبات اته دي، او په لاندې ډول دي:
۱- د تکبیر تحریمې څخه پرته نور تکبیرونه.
۲- د (سمع الله لمن حمده) وییل، د امام او ځانته لمونځ کوونکي لپاره.
۳- د (ربنا و لک الحمد) وییل.
۴- د (سبحان ربي العظیم) ويیل، یو ځلې په رکوع کې.
۵- د (سبحان ربي الأعلی) ويیل، یو ځلې په سجده کې.
۶- د (رب اغفر لي) ويل: د دوو سجدو په مینځ کې.
۷- لومړی تشهد.
۸- د لومړي تشهد لپاره ناسته.
ج- یوولس سنتونه دي، په لاندې ډول:
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک.ای الله پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته.او دی ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
۲. تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . پناه وړم الله ته له رټلي شیطان څخه
۳. بسم الله پوره ویل(بسم الله الرحمن الرحیم)
۴- د آمین ويل.
۵- له فاتحې وروسته د سورت لوستل.
۶- د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.(جهري لمونځ کې)
- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې ؛د آسمانونه په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه چې ته یی غواړې د هغی په اندازه. (دې حمد او ثنا وي )
۸- د رکوع په تسبيح کې له يو ځل څخه زيات وییل: یعني: دویم او دریم ځل تسبیح او یا له دې څخه ډیر.
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیاد د تسبیحاتو وییل
۱۰- هغه څه چې د دوو سجدو په منځ کې یې له یو ځل څخه زیات ووایی: رب اغفر لي، یعنی ای ربه ما وبخښه.
۱۱- ۱۱- په وروستي تشهد کې د هغه پر کورنۍ، پر هغه او هغوی باندې درود او سلام او له هغه وروسته دعا.
څلورم: فعلی سنتونه، او هیئات بلل کېږي:
۱- تکبیر تحريمې سره د لاسونو پورته کول.
۲- او د رکوع پر مهال.
۳- د ركوع څخه د پورته کیدو پر مهال.
۴- او له هغه وروسته یې ښکته کول.
۵- ښي لاس په چپ لاس باندی ایښودل.
۶- د سجدې ځای ته کتل.
۷- د ودریدلو پر مهال د پښو جلا کول.
۸- په خپلو لاسونو يې زنګونونه کلک نیولي وي، په داسی حال کی چی ګوتې يې په رکوع کې پرانستې وي،او ملا یې همواره اوږده کړې وي او سر یې هم د ملا سره برابر نیولی وي.(نه کښته وي او نه پورته)
۹- د سجدې غړي باید زمکې باندې د سجدې پر ځای ونښلوي.
۱۰- مټې له تشو څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی،او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو ګیډې په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې خورې او یو بل سره نښتې وي.
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم او په دویم کې تورک کول.(چپه پښه د ښۍ پښې د لینګي څخه لاندې کړې او ښۍ پښه نیغه ودروې او په چپ کوناټي کښینې. دې ته تورک وایې)
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې ګوتې باید یو بل سره نښتی وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچکۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشی.
۱۳- د سلام په وخت کې ښي او چپ لوري ته مخ کول.
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ، وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک». ای الله پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل په حقه معبود نشته. او دی ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
- (أعوذ بالله من الشيطان الرجيم) ویل.
۳. (بسم الله الرحمن الرحیم) ويل.
۶- د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.(جهري لمونځ کې).
۷- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې؛ د اسمانونو په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه چې ته یی غواړې د هغی په اندازه. (دې حمد او ثنا وي).
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیات د تسبیحاتو وییل.
۱۰- د دوو سجدو په منځ کې له يو ځل څخه زیات (رب اغفر لي) ويېل.
۱۱- په وروستي تشهد کې پر پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه پر کورنۍ، درود او سلام، او هغه او هغوی ته د برکت سوال او وروسته دعا.
فعلي سنتونه، چې هیئات بلل کېږي:
۸- په رکوع کې دواړه زنګونونه په خپلو لاسونو ټينګ نيول، په داسې حال کې چې ګوتې به يې سره جلا کړي وي، ملا به يې سمه او برابره نيولې وي، او سر د ملا په کچه برابرول.
۱۰- مټې له تشو څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی، او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو ګیډې په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې خورې او یو بل سره نښتې وي.
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم. او په دویم تشهد کې تورک کول. (چپه پښه د ښۍ پښې د لینګي څخه لاندې کړې او ښۍ پښه نیغه ودروې او په چپ کوناټي کښینې). دې ته تورک وایې.
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې ګوتې باید یو بل سره نښتي وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچکۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشي.
ج- د لمانځه طریقه:
۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له کوږوالي او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.
۲- بيا به په زړه کړې پرته له تلفظ کولو د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.
۳- بيا تکبير تحریمه وايي، او وايي چې: الله اکبر، یعنی الله لوى دى، او د تکبير د ويلو په وخت کې خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کوي.
۴- بيا د سینې د پاسه د ښي لاس ورغوی د چپ لاس په شا باندی ږدي.
۵- بیا (لمونځ) شروع کوي او وایي:
«اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد». «ای الله! ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه».
او یا دې دا ووایي:
«سبحانك اللهم وبحمدك، وتبارك اسمك، وتَعَالَىٰ جدك، ولا إله غيرك». «اې الله! پاکي او ستاینې یواځې تالره دي او نوم دې مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته».
۶- بیا تعوذ وايي:
اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه.
۷- بیا بسم الله او د فاتحې سورت لولي، نو وایې:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
(ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی).
ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 3 ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان دی ۳
مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ 4 څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی ۴
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5 مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ 6 وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره ۶
صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ 7﴾ د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي ۷)
[الفاتحة سورت: 2 ایت].
بيا وايي: (آمين) يعنې: اې الله قبول یی کړه.
۸- بیا دې هغه قران ولولي چې ورته اسان وي او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.
۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوي، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده (همواره) کړي، او خپل سر ورسره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي او ګوتې يې خلاصې وي.
۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي، او که دا ووايي: «سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي». «اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه» نو غوره ده.
۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: «سمع الله لمن حمده»، «الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده»، بیا خپل لاسونه تر اوږو پوري پورته کوي، او مقتدي دا نه وايي: «سمع الله لمن حمده» بلکې وايي: «ربنا ولك الحمد»، «زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده».
۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد». «زموږ ربه تا لره ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ».
۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: «الله أكبر» «الله لوی دی»، او په اوو غړو سجده کوي: تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلې به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.
۱۴- او په سجده کې درې ځلې: «سبحان ربي الأعلى» وايي، او که دا الفاظ يې ورزیات کړل: «سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي» «اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه» نو غوره ده.
۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: «الله أكبر٫ (الله لوی دی).
۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کیني، ښۍ پښه ودروي، او دواړه لاسونه پر ورنونو او زنګنونو ږدي.
۱۷- او د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي:
«رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني». «ای ربه! ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړه».
۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.
۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: «الله أكبر» «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.
۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: «الله اكبر» «الله لوی دی» او داسې کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.
۲۱ - او په دې ناسته کې تشهد لوستل کيږي، وايي:
«التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال»، «ټولې سلامۍ، درناوي، عبادتونه او پاکې خبرې او کارونه يواځې الله تعالی لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل حقدار د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. ای الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم».
بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.
۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او چپ طرف ته هم همداسې.
۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وي، د لومړي تشهد په پای کې چې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله» دی؛ بس کوي.
۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: «الله أكبر» «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو سره برابر لاسونه پورته کوي.
۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو يواځې د فاتحې په ویلو بسنه کوي.
۲۶ – بيا (په وروستي تشهد کې) په «تورک» ډول کښېني؛ يعنې خپله ښي پښه ودروي، او چپه پښه د ښي پښې له لاندې راوباسي، او خپل مقعد (کوناټي) پر ځمکه ټينګ ږدي، او دواړه لاسونه پر خپلو ورنونو داسې ږدي لکه څنګه چې يې په لومړي تشهد کې ايښي وو.
۲۷ – او په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.
ج- د لمانځه طریقه :
۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له انحراف او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.
۲- بيا به په زړه کړې پرته له تلفظ کولو څخه د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.
۵- بیا شروع کوي او وایي:
اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد». ای الله ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه.
یا وایي: سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ. اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .
اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه.
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾ ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ 3 ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ د بَدلې د ورځې مالك دى
4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5 مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ 6 ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ 7﴾ د هغو خلکو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ نه غضب کړای شوى دي او نه ګمراهان دي.
[سورة الفاتحة: 2].
۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوی ، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي(همواره)، او خپل سر ور سره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي او ګوتې يې جلا سره وي.
۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي او که دا ووايي: « سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي(۱). نو غوره ده .اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: سمع الله لمن حمده " الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده." بیا لاسونه پورته کوي تر اوږو پوري، او مقتدي دا نه وايي: " سمع الله لمن حمده " بلکه وايي: ربنا ولك الحمد ، "زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده."
۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: : «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد». "زموږ ربه ستا ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ."
۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو سجده کوي: تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.
۱۴- په سجده کې درې ځلې: " سبحان ربي الأعلى "وايي او که یې دا الفاظ ورزیات کړل: "«سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي " نو غوره ده. اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: الله أكبر (الله لوی دی).
۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپل ښۍ پښې په ورون زنګون ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په خپرولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.
۱۷- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي:
«رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني». " ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړي."
۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې به څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.
۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.
۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.
۲۱ - په دې ناسته کې تشهد ويل کيږي او وايي :
«التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال»، «ثنا، ستاینه او پاکي الله لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل لایق د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی ، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې .ای الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې . زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم.»
۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او چپ طرف ته هم همداسې.
۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وی، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله». یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» توقف کوي.
۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.
۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په ویلو بسنه کوي.
۲۶ – بیا په متورک شکل کینی نو خپله ښی پښه ودروي او چپه پښه به له ښۍ پښې د ساق لاندې تیروی او خپل مقعد به په ځمکه نښلوی، او لاسونه به په ورنو کېږدی په هغه طریقه لکه څنکه یې چې په تشهد اول کې ایښي وو.
۲۷ – په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.
ج- أَسْـتَغْفِرُ الله ، "زه د الله څخه بخښنه غواړم" درې ځله.
- «اللّهُـمَّ أَنْـتَ السَّلامُ، وَمِـنْكَ السَّلام، تَبارَكْتَ يا ذا الجَـلالِ وَالإِكْـرام». - "اې الله، ته سلام یې، او ستا د طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده."
- «لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْد، وهوَ على كلّ شَيءٍ قَدير، اللّهُـمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَـيْت، وَلا مُعْطِـيَ لِما مَنَـعْت، وَلا يَنْفَـعُ ذا الجَـدِّ مِنْـكَ الجَـد». - له الله پرته بل معبود نشته، یوازی، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی.فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه.
- «لا إلهَ إلاّ الله، وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ الملكُ ولهُ الحَمد، وهوَ على كلّ شيءٍ قدير، لا حَـوْلَ وَلا قـوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، لا إلهَ إلاّ الله، وَلا نَعْـبُـدُ إِلاّ إيّـاه، لَهُ النِّعْـمَةُ وَلَهُ الفَضْل وَلَهُ الثَّـناءُ الحَـسَن، لا إلهَ إلاّ الله مخْلِصـينَ لَـهُ الدِّينَ وَلَوْ كَـرِهَ الكـافِرون». "له الله پرته بل معبود نشته، یوازینی، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، د الله نشته له بدۍ اړول او په نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد، د الله پرته بل معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه ستاینه ده، نشته بل معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي.
- «سُـبْحانَ اللهِ »دري دېرش ځلې.
«الحَمْـدُ لله»دري دېرش ځلې.
«اللهُ أكْـبَر»دري دېرش ځلې.
بیا د سل پوره کولو لپاره وايي:
«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير». "له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی."
د الِاخلاص سورت او معوذات(۱) تلاوت کوي. درې ځلې د سهار او ماښام له لمانځه وروسته او يو ځل له نورو لمونځونو څخه وروسته.
- یو ځل آیت الکرسي وایي.
ج- «أَسْـتَغْفِرُ الله» "زه د الله څخه بخښنه غواړم" درې ځله.
- «اللّهُـمَّ أَنْـتَ السَّلامُ، وَمِـنْكَ السَّلام، تَبارَكْتَ يا ذا الجَـلالِ وَالإِكْـرام». - "اې الله، ته سلام یې، او ستا د طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده".
- «لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْد، وهوَ على كلّ شَيءٍ قَدير، اللّهُـمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَـيْت، وَلا مُعْطِـيَ لِما مَنَـعْت، وَلا يَنْفَـعُ ذا الجَـدِّ مِنْـكَ الجَـد». - «له الله پرته بل حق معبود نشته، یوازې، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی. فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه».
«لا إلهَ إلاّ الله، وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ الملكُ ولهُ الحَمد، وهوَ على كلّ شيءٍ قدير، لا حَـوْلَ وَلا قـوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، لا إلهَ إلاّ الله، وَلا نَعْـبُـدُ إِلاّ إيّـاه، لَهُ النِّعْـمَةُ وَلَهُ الفَضْل وَلَهُ الثَّـناءُ الحَـسَن، لا إلهَ إلاّ الله مخْلِصـينَ لَـهُ الدِّينَ وَلَوْ كَـرِهَ الكـافِرون». «له الله پرته بل حق معبود نشته، یوازې، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، نشته له بدۍ اړول او په نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد، د الله پرته بل حق معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه ستاینه ده، نشته بل حق معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي».
«سُـبْحانَ اللهِ» دري دېرش ځلې.
«الحَمْـدُ لله» دري دېرش ځلې.
«اللهُ أكْـبَر» دري دېرش ځلې.
«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير». «له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی».
- د الِاخلاص سورت او معوذتين (الفلق والناس) د سهار او ماښام لمونځونو وروسته درې ځلې لولي، او د نورو لمونځونو وروسته يې يو ځل لولي.
- او یو ځل آیت الکرسي وایي.
ج – دوه رکعته مخکې د سهار له لمانځه نه.
څلور رکعته له ماسپښین نه مخکې.
دوه رکعته له ماسپښین نه وروسته.
دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته.
دوه رکعته د ماخستن د لمانخه نه وروسته.
فضیلت یی: رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي».
مسلم، احمد او نورو روایت کړی.
ج – دوه رکعته مخکې له سهارد لمانځه نه.
چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل(۱) لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي.
ج- د جمعې ورځ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي:
په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د پاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او پ همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور(شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي(قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي.
هغه وایی: هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته خاورې شوی یی؟ - وايي خاوری شوی یی - هغه وویل:
"الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي."
ابو داود او نورو روایت کړی.
«په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د پاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او په همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور (شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي (قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي».
هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته به خاورې شوی یی؟ - وايي خاورې شوی یی - هغه وویل:
"الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي».
ج- په هر بالغ، عاقل او مقیم، نارینه مسلمان باندی فرض عین دی.
الله تعالی فرمايي :
﴿ يَٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَى ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 9﴾ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله د ذكر (لمونځ) اهتمام وکړئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
[سورة الجمعة٩]. الآیة فی سورة الجمعة کما نبه علی ذلک المترجم جزاه الله خیرا
الله تعالی فرمايي:
﴿ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوٰةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَىٰ ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴾ (اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ او راکړه ورکړه پرېږدئ، دا درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ).
[الجمعة سورت: ٩ آیت].
ج – د جمعې د لمانځه د رکعتونو شمېر دوه رکعته دی چې امام پکې په جهر سره قراءت کوي، هغه (لمونځ ) چې ورڅخه وړاندې دوه مشهورې خطبې وي.
ج – د جمعې د لمانځه د رکعتونو شمېر دوه رکعته دی چې امام پکې په جهر سره قراءت کوي، هغه (لمونځ) چې ورڅخه وړاندې دوه مشهورې خطبې وي.
ج – له شرعي عذر پرته د جمعې له لمانځه څخه تخلف او نه ادا کول یې جواز نلری، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
"څوک چې درې جمعې د سستۍ او تنبلۍ له امله پریږدي؛ الله د هغه په زړه باندې مهر لګوی.
ابو داود او نورو روایت کړی.
ج – له شرعي عذر پرته د جمعې له لمانځه څخه تخلف او نه ادا کول یې جواز نلري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«څوک چې درې جمعې د سستۍ او تنبلۍ له امله پریږدي؛ الله به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي».
ج:۱. غسل کول.
د (نبي) عليه الصلاة والسلام د دې وینا له کبله:
«د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي»
بخاري روایت کړی دی.
۲- خوشبویی استعمالول.
ددې حديث پر اساس:
«پر مسلمانانو حق دی چې د جمعې په ورځ غسل وکړي، او د خپل اهل خوشبويي دې ولګوي»
احمد او ترمذي روایت کړی دی.
۳- غوره او ښايسته جامې اغوستل.
«په تاسو کې پر یوه باندې څه باک شته که وسه یې وشي چې د جمعې د ورځې لپاره د خپل کار له جامو پرته دوه جامې ځانته وټاکي»
ابن ماجه او مالک په الموطأ کې روایت کړی دی.
۴- جومات ته وختي تلل.
۵- جومات ته پیاده تلل.
«څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي او ښه ځان ومينځي، او سهار وختي (جومات ته) لاړ شي، او امام ته نږدې کېني، او (خطبې ته) غوږ ونیسي او چوپ پاتې شي، نو د هغه لپاره به په هر قدم چې ږدي يې، د یو کال اجر وي؛ د هغه کال د روژو او قيام (د شپې لمانځه) ثواب».
ترمذي او نسائي روایت کړی دی.
۶. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ویل.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د جمعې په ورځ پر ما ډېر درود وایئ، ځکه دا یوه مشهوده ورځ ده چې ملایکې پکې حاضريږي، او بېشکه هر څوک چې پر ما درود وایي، نو د هغه درود ما ته وړاندې کېږي تر څو چې هغه ترې فارغ شي»
ابن ماجه روايت کړی.
۷- د سورت الکهف تلاوت کول.
«هر څوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت ولولي، د دوه جمعو تر منځ به د هغه لپاره رڼا وي»
حاکم او نورو روایت کړی.
۸- د دعا د قبلیدلو لپاره د قبلیدو د وخت پلټنه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د جمعې ورځ یاده کړه، نو ویې فرمایل:
«په دې ورځ کې يو ساعت دی، کوم چې کله يو مسلمان بنده په لمونځ ولاړ وي او د الله تعالى څخه څه وغواړي، نو الله به هغه ورکړي»
متفق علیه.
ج-
۱- غسل کول.
۳- غوره جامې اغوستل.
۵- پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ویل.
۶- د سورت الکهف تلاوت کول.
۷- جومات ته پیاده تلل.
ج – د زړه حضور او د غړو سکون په لمونځ کی.
الله تعالی فرمايي:
﴿قَدۡ أَفۡلَحَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ 1پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول ۱
ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي صَلَاتِهِمۡ خَٰشِعُونَ 2﴾ هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه ۲﴾
[المؤمنون سورت: 1-2 آیتونه].
الله تعالی فرمايي :
﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 یقینًا مومنان كامیاب شول
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ 2﴾ هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي
[سورة المؤمنون: 1، 2].
ج – په ځانګړي مال کې، ځانګړی حق دی په ځانګړي وخت کې د ځانګړو خلکو لپاره.
دا د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی، او فرضي صدقه ده چې له شتمنو څخه اخیستل کیږي او غریبانو ته ورکول کیږي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ﴾ (او زکات ورکړئ)
[البقرة سورت: 50 آیت].
ج – هغه پرته له زکات څخه وي لکه خیرات کول په هر یو شی چې وي د خیر په کارونو کی او په هر وخت کې چې وي.
الله تعالی فرمايي :
﴿وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾ او د الله په لاره كې خرڅ كوئ
[سورة البقرة: 24].
الله تعالی فرمايي:
﴿وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ﴾ (او د الله تعالی په لار كې (خپل مالونه) ولګوئ)
[البقرة سورت: 50 آیت].
ج- الله جل جلاله ته د عبادت کولو په موخه د روژې د ماتونکو څيزونو څخه لاس نیول دي له سهاره تر لمر لوېدو پورې د نيت سره، او هغه په دوه ډوله ده:
فرضي روژې: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.
الله تعالی فرمايي :
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183﴾ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ.
[سورة البقرة: 24].
او غیر فرضي روژې: لکه د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دی، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.
۱- فرضي روژې: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.
الله تعالی فرمايي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ﴾ (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ)
[البقرة سورت: 50 آیت].
۲- او غیر فرضي روژې: لکه د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دي، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.