Skip to content

که یوه ښځه د عادت په ورځو کی یوه ورځ وینه وویني او بله ورځ ټوله ورځ وینه ونه ویني، نو دغه ښځه دې څه وکړي؟

السؤال

س1:

که یوه ښځه د عادت په ورځو کی یوه ورځ وینه وویني او بله ورځ ټوله ورځ وینه ونه ویني، نو دغه ښځه دې څه وکړي؟

س15: إذا رأت المرأة في زمن عادتها يومًا دمًا، والذي يليه لا ترى الدم طيلة النهار، فماذا عليها أن تفعل؟

الجواب

ﺟ1:

ظاهراً دا پاکوالی يا وچوالی چې د هغې په حيض کې واقع شوی دی د حيض پوری تړاو لري، نو پاکوالی نه ګڼل کېږي، نو له همدې امله دغه ښځه به منعه کېږي له هغه څه چې حایضه ښځه ورڅخه منعه کېږي.

ځينو علماوو ويلي دي: که يوه ورځ وينه وويني او بله ورځ پاکه وي، نو وينه يې حيض ده، او نقاء پاکي ده تر دې چې پنځلسو ورځو پورې ورسیږي،

نو کله چی پنځلسو ورځو ته ورسېږي نو ده د استحاضه وينه ده. دا د امام احمد بن حنبل رحمه الله د مذهب مشهور قول دی.

ﺟ15: الظاهر أن هذا الطّهر أو اليبوسة التي حصلت لها في أيام حيضها تابعٌ للحيض، فلا يعتبر طهرًا، وعلى هذا فتبقى ممتنعةً ممّا تمتنع منه الحائض.

وقال بعض أهل العلم: من كانت ترى يومًا دمًا، ويومًا نقاءً، فالدم حيضٌ، والنقاء طهرٌ حتى يصل إلى خمسة عشر يومًا،

فإذا وصل إلى خمسة عشر يومًا صار ما بعده دم استحاضةٍ. وهذا هو المشهور من مذهب الإمام أحمد بن حنبلٍ رحمه الله.