Skip to content

«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».

له البراء رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».

«مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَفْتَرِقَا».

ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
حديث صحيح بمجموع طرقه
تشریح

نبی صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ دوه مسلمانان سره په لار او یا بل ځای کې نه مخ کېږي چې یو پر بل سلام واچوي او لاسونه ورکړي، مګر دا چې مخکې لدې به ورته بخښنه وشي چې یو له بل څخه جلا شي، د بدن په جلا کېدو او یا له روغبر څخه په خلاصېدو.

د حديث له ګټو څخه

د ملاقات پر مهال په لاس روغبړ کول مستحب دي او ټینګار پرې شوی.

المناوي ویلي: او سنت هلته پر ځای کې کېږي چې ښی لاس په ښي لاس کې کېښودل شي، مګر دا چې کوم عذر شتون ولري.

سلام خپرولو ته هڅونه او دا چې د مسلمان له خپل مسلمان ورور سره روغبړ لوی اجر لري.

لدې حدیث څخه حرام روغبړ مستثنا دی، لکه څوک چې بیګانه ښځې ته لاس ورکوي.

مراجع
نور (8)

سنن ابو داود (7/ 502) (5212).

جامع الترمذي (4/ 447) (2727).

سنن ابن ماجه (4/ 654) (3703).

د امام أحمد مسند (30/ 517) (18547).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 152).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 680).