Skip to content

"کله چې سجده کوې نو لاسونه دې کېږده او څنګلې دې پورته کړه".

له البراء رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"کله چې سجده کوې نو لاسونه دې کېږده او څنګلې دې پورته کړه".

«إِذَا سَجَدْتَ، فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په سجده کې د لاسونو حالت تشریح کړی دی، چې دواړه ورغوي (لاسونه) به پر ځمکه کېږدې پداسې حال کې چې د لاسونو ګوتې یې ټولې سره یو ځای وي او قبلې لور ته وي، او دواړه څنګلې به له ځمکې پورته کوي چې ورسره ونه لږېږي او له څنګونو به جلا وي.

د حديث له ګټو څخه

لمونځ کوونکی باید خپل دواړه لاسونه په ځمکه کېږدي او لاسونه د سجدې له اوو غړو څخه دوه دي.

له ځمکې څخه د څنګلو پورته کول مستحب دي، او لکه د حیواناتو په څېر غوړول یې مکروه دي.

په عبادت کې د فعالیت، ځواک او لیوالتیا ښودل جواز لري.

کله چې لمونځ کوونکی د سجدې په ټولو غړو سره سجده وکړي، نو هر غړی به په عبادت کې خپل حق واخلي.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (1/ 356) (494).

سبل السلام شرح بلوغ المرام.

لمحمد الصنعاني (1/ 273).

توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.

لعبد الله البسام (2/ 235).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام (ص162).