له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي».
د البراء رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي».
عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ فِي الْأَنْصَارِ: «لَا يُحِبُّهُمْ إِلَّا مُؤْمِنٌ، وَلَا يُبْغِضُهُمْ إِلَّا مُنَافِقٌ، مَنْ أَحَبَّهُمْ أَحَبَّهُ اللهُ وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ أَبْغَضَهُ اللهُ».
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د مدينې له انصارو سره مينه د کامل ايمان نښه ده. دا د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ملاتړ او مسلمانانو ته په پناه ورکولو کې د دوی د مخکښۍ له امله، او د الله لپاره د دوی مال او ژوند قرباني کول او له دوی څخه کرکه کول د منافقت نښه ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: څوک چې له انصارو سره مينه کوي، الله جل جلاله به ورسره مينه وکړي او چا چې له دوى سره دښمني وکړه نو الله جل جلاله به ورسره دښمني وکړي.
...:
پدې کې د انصارو لویه مرتبه ده ، ځکه چې له دوی سره مینه د ایمان نښه او له منافقت څخه خلاصون دی.
د الله جل جلاله د اولیاوو سره مینه د دې لامل ګرځي چې د بنده سره د الله جل جلاله مینه پيدا شي.
په اسلام کې د لومړیو مخکښانو فضیلت.
نور (11)
صحيح البخاري (5/ 32) (3783).
صحيح مسلم (1/ 85) (75).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 447).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل آل مبارك (ص257).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (6/ 258).
شرح النووي على مسلم (2/ 63).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
مجموعة من الباحثين (1/ 350).