«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمایل يې:
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
«نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا شَيْئًا فَبَلَّغَهُ كَمَا سَمِعَ، فَرُبَّ مُبَلِّغٍ أَوْعَى مِنْ سَامِعٍ».
نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي، کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.
د نبوي سنت پر حفظولو او خلکو ته یې په رسولو کې ټېنګار.
د اهل الحدیثو فضیلت او د حدیث د زده کړې عزت.
د هغو علماوو د فضیلت بیان چې د استنباط او پوهې خاوندان دي.
د صحابه کرامو فضیلت؛ همدوی وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې حدیثونه اورېدلي او موږ ته یې رارسولي دي.
المناوي ویلي: په دې سره یې څرګنده کړه چې د حدیث د راوي لپاره فقاهت (په حدیث پوهه) شرط نه دی، بلکې شرط یې حفظ دی؛ او فقيه ته په کار دي چې په حدیث ښه پوه شي او تدبر پکې وکړي.
ابن عیینه ویلي: داسې څوک نشته چې د حدیث زده کړه کوي، مګر دا چې د دې حدیث له امله به یې پر مخ کې ښایست (نضارت) ښکاري.
د محدثینو په نېز حفظ دوه ډوله دی: د زړه او سینې حفظ (یادښت)، او د کتاب او لیک حفظ (لیکلی یادښت)، او دواړه ډولونه د حدیث په دعا کې شامل دي.
د خلکو پوهې سره متفاوتې دي؛ نو کېدای شي یو چاته ته چې حدیث رسول شوی، هغه تر اورېدونکي ډېر پوه وي، او کېدای شي یو څوک د فقهې حامل وي، خو خپله فقیه نه وي.
نور (13)
جامع الترمذي (4/ 394) (2657).
سنن ابن ماجه (1/ 157) (232).
د امام أحمد مسند (7/ 221) (4157).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 476).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 446).
فيض القدير شرح الجامع الصغير.
لعبدالرؤوف المناوي (3/ 206).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (16/ 496).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 956).
په کتابونو کې یاد شوی
4 کتابونهنور (3)
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“نضر الله امرأ سمع منا شيئا فبلغه كما سمعه، فرب مبلغ أوعى من سامع”.
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 6«نَضَّرَ اللهُ امرأً سمعَ منَّا شيئاً فَبَلَّغَهُ كَمَا سمعَهُ، فرُبَّ مُبلَّغٍ أوْعَىٰ مِن سامِعٍ».
- نبراس طالب (5)1«نَضَّرَ اللهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا حَدِيثًا فَبَلَّغَهُ»