"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".
- التصنيف الشرعي
- الفقهالصلاةشروط الصلاة
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".
«لَا يَقْبَلُ اللهُ صَلَاةَ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ».
رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې د لمانځه د صحت لپاره يو شرط پاكوالى دى، نو څوک چې د لمانځه اراده وکړي اودس دې وكړي كه چېرته یې له اودس ماتوونکو څخه په یو اودس مات شوی وي؛ لکه ډکې او تشې متیازې کول؛ خوب او داسې نور.
لا يقبَل: لا يعتبر ولا يعتد.
د بې اودسه لمونځ نه قبلیږي تر دې چې د لویې بې اودسۍ څخه په غسل او له وړې بې اودسۍ څخه په اودس کولو ځان پاک نه کړي.
اودس په خوله کې له اوبو اچولو او بېرته راوېستلو، بیا پوزې ته دننه د اوبو کش کولو، بیا یې بېرته راوېستلو، بیا درې ځلې د مخ وینځلو، بیا له څنګلو سره د دواړو مټو درې ځلې وینځلو، بیا یې د ټول سر یو ځلې مسح کولو او ورپسې له ښنګرو سره د دواړو پښو له وینځلو څخه عبارت دی.
نور (12)
صحيح البخاري (9/ 23) (6954).
صحيح مسلم (1/ 204) (225).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص17).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (1/ 11).
صحيح البخاري (9/ 23) (6954).
صحيح مسلم (1/ 204) (225).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص17).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (1/ 11).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونه- المناهج التعليمية - الصف الرابعالمناهج التعليمية - الصف الرابع - الفقه«لَاْ يَقْبَلُ اللَّهُ صَلاةَ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ» [16].
- هغه څه چې د مسلمانانو ماشومان ترې بايد ناخبره پاتې نه شي"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي"
- د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام"الله تعالی د هغه چا لمونځ نه قبلوي چې بې اودس وي، تر هغه چې اودس وکړي"