«بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بېرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالېږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې) ټول لمونځ کې ترسره کړه».
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ المَسْجِدَ فَدَخَلَ رَجُلٌ، فَصَلَّى، فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَرَدَّ وَقَالَ: «ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ»، فَرَجَعَ يُصَلِّي كَمَا صَلَّى، ثُمَّ جَاءَ، فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ» ثَلاَثًا، فَقَالَ: وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالحَقِّ مَا أُحْسِنُ غَيْرَهُ، فَعَلِّمْنِي، فَقَالَ: «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ القُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، وَافْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاَتِكَ كُلِّهَا».
نبي ﷺ جومات ته ننوت، نو ورپسې یو سړی داخل شو او دوه رکعته لمونځ یې په بیړه ادا کړ چې نه یې په ولاړه، نه رکوع او نه سجده کې اطمینان درلود، دا په داسې حال کې چې نبي ﷺ د هغه لمانځه ته کتل، نو کله چې سړی د نبي ﷺ خواته راغی چې هغه د جومات په یوه څنډه کې ناست و، نو سلام ئې وکړ، نبي ﷺ یې سلام ته ځواب ورکړ او ورته ویې ویل: بېرته ولاړ شه او لمونځ دې بیا ادا کړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی. سړی بېرته ولاړ او په بیړه یې لمونځ وکړ لکه څنګه یې چې مخکې کړی و، بیا راغی او رسول ﷺ ته یې سلام وکړ، رسول ﷺ ورته وویل: بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه؛ ځکه تا لمونځ نه دی کړی، دا کار یې درې ځلې تکرار کړ. سړي وویل: «په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه راستولی یې، له دې یې ښه نه شم کولی، ما ته یې رازده کړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تکبیرة الإحرام ووایه، بیا فاتحه ولوله او هغه چې درته آسان وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې: خپل لاسونه پر زنګنونو کېږده، شا وغځوه او رکوع وکړه، بیا پورته شه او خپله شا سیده کړه ترڅو هډوکي خپل ځای ته ورسېږي او په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې مطمئن شې: خپل تندی او پوزه، لاسونه، زنګونونه او د پښو نوکان په ځمکه ولږوه، بیا پورته شه ترڅو په ناسته کې سکون ومومې دا کارونه په هر رکعت کې تکرار کړه.
دا د لمانځه ارکان دي چې نه قصداً او نه د ناپوهۍ له امله ساقطيږي، دلیل یې دا دی چې لمونځ کوونکي ته د لمانځه د بیا ترسره کولو امر شوی، او رسول الله ﷺ ورته یوازې په لارښوونه بسنه نه ده کړې.
سکون (اطمینان) د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی.
نووي وایي: په دې کې دا معنا ده چې څوک د لمونځ د واجباتو څخه کومه برخه هېره کړي، د هغه لمونځ صحیح نه ګڼل کېږي.
نووي وایي: په دې کې د زده کوونکي او ناپوه کس سره نرمښت، نرم برخورد کول، مسأله ورته څرګندول او مقاصد لنډول شامل دي، او یوازې د هغه لپاره اړین ټکي تدریس کول، نه هغه بشپړ جزئیات چې د هغه توان او ظرفیت یې نه لري چې زده یې کړي او عملي یې کړي.
نووي وايي: په دې کې دا ښوونه ده چې که مفتي نه پوښتنه وشي او مفتي وګوري چې پراخه ځواب ورکړي تر څو هغې برخې ته هم شامل شي چې پوښتونکي یې په اړه پوښتنه نه ده کړې، خو اړتیا ورته لیدل کېږي، نو دا به د نصیحت په بڼه وي، نه داسې وینا چې اړتیا ورته نه وي.
پر خپلې نېمګړتیا د اعتراف کولو فضیلت، دلیل یې دا وینا ده چې وایي: "له دې یې ښه نه شم کولی نو راویې ښیه".
ابن حجر وايي: په دې کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر او له عالم څخه د زده کړې غوښتنه ده.
د مخامخ کیدو په وخت کې د سلام اچول مستحب دي، او جواب ورکول ئې واجب دی، او دا چې که لیدنه زر زر تکرار شي نو سلام تکرارول مستحب دي، او د هر ځل د سلام ځواب ورکول واجب دي.
نور (10)
صحيح البخاري (1/ 152) (757).
صحيح مسلم (1/ 298) (397).
تيسير العلام.
للبسام (ص167).
تنبيه الأفهام.
للعثيمين (2/ 213).
الإفهام في شرح عمدة الأحكام.
عبد العزيز بن باز (ص203).
الإلمام بشرح عمدة الأحكام.
لإسماعيل الأنصاري (1/ 138).
په کتابونو کې یاد شوی
14 کتابونهنور (14)
- الأربعون في تعظيم قدر الصلاةالأربعون في تعظيم قدر الصلاة «ارْجِـــــــعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ»، فَرَجَــــــــعَ يُصَلِّي كَـــــــــمَا صَلَّى، ثُمَّ جَــــــاءَ، فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَـــــالَ: «ارْجِـــــــــــــــعْ فَصَــــــــلِّ، فَإِنَّ
- المناهج التعليمية - الصف الرابعالمناهج التعليمية - الصف الرابع - الفقه«إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَكَبِّرْ» [24].
- المناهج التعليمية - الصف الرابعالمناهج التعليمية - الصف الرابع - الفقه«ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ، فَرَجَعَ فَصَلَّى كَمَا صَلَّى، ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ ﷺ فَقَالَ: ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ.. ثَلاثًا، فَقَالَ: وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ مَا أُحْسِنُ غَيْرَهُ فَعَلّ
- النفحات المكية في تفسير كتاب رب البرية الجزء الأول«ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ» [2].
- تطبيق القرآن والأذكارأذكار الصلاةالصَّلاةُ عَلَى النَّبيِّ –صلى الله عليه وسلم- بَعْدَ التَّشَهُّدِ
- خطب تعظيم قدر الصلاةأن رسول الله صلى الله عليه وسلم دخل المسجد فدخل رجل، فصلى، فسلم على النبي صلى الله عليه وسلم، فرد وقال: "ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ"، فرجع يصلي كما صلى، ثم جاء، فسلم على النبي صلى الله عليه وسلم، فقال: "ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّ
- ما لا يسع أطفال المسلمين جهله«إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَكَبِّرْ»[38].
- ما لا يسع أطفال المسلمين جهله«ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْتَدِلَ قَائِمًا»[40].
- ما لا يسع أطفال المسلمين جهله«ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا»[41].
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)مجموعة زاد الفقه (1)«إذا قمت إلى الصلاة فكبر»
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)مجموعة زاد الفقه (1)«ثم اركع حتى تطمئن راكعا»
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)مجموعة زاد الفقه (1)«ثم اسجد حتى تطمئن ساجدا»
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)مجموعة زاد الفقه (1)«ثم ارفع حتى تطمئن جالسا»
- مشروع منهاج زادكزادك 1 طالب«إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى