پوښتنه: د توحید ډولونه څه دي؟
- الموضوعات
- التوحيد وحمايتهأهمية التوحيد
- التصنيف الشرعي
- العقيدةالإيمان بالله عز وجلتوحيد الربوبيةالعقيدةالإيمان بالله عز وجلتوحيد الألوهيةالعقيدةالإيمان بالله عز وجلتوحيد الأسماء والصفات
- الباب / الفصل
- قسم العقيدة
السؤال
۱۰. پوښتنه: د توحید ډولونه څه دي؟
الجواب
ج-۱- د ربوبیت توحید: ایمان لرل پر دې چې الله خالق، رازق، مالک او چاره سموونکی دی، یواځې دی او له ځان سره بل شریک نلري.
۲- د الوهیت توحید: یوازې د الله جل جلاله عبادت کول دي، نو له الله تعالی پرته د بل چا عبادت دې و نه شي.
۳- د اسما او صفاتو توحید: د الله تعالی په نومونو او صفاتو باندې ايمان لرل دي چې په قرآن او سنت کې ذکر شوي دي، پرته له تمثیل (بیلګې بیانولو)، تشبيه(د مخلوق سره تشبیه ورکولو) او تعطیل(له معنا څخه یې د انکار کولو) څخه.
او د دریو توحيدونو د ډولونو ثبوت په اړه الله تعالی فرمایی:
﴿رَّبُّ ٱلسَّمَـوَ تِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَـدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا 65﴾ (دغه) د آسمانونو او ځمکې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کې دي، نو ته د ده عبادت کوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، آیا ته د ده کوم همنام پېژنې!
[سورة مريم: 65].
ج:۱. د ربوبیت توحید: ایمان لرل پر دې چې الله خالق، رازق، مالک او چاره سموونکی دی، یواځې دی او له ځان سره بل شریک نلري.
۳- د اسما او صفاتو توحید: د الله تعالی په نومونو او صفاتو ايمان لرل دي چې په قرآن او سنت کې ذکر شوي دي، پرته له تمثیل، تشبیه، تعطیل او تکییف څخه.
او د توحید د دریو ډولونو دلیل:
- د الله تعالی دا وینا ده:
﴿رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَٰدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيّٗا﴾ (د آسمانونو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟)
[مريم سورت: ایت 65].