Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 13

فلټرونه لرې کړئ
«که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».
صحيح دی متفق علیه دی
«ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم».
سند يې حسن دی. ابو داود او احمد روايت کړی دی
ما د مشرکانو پښې زموږ د سرونو د پاسه ولیدلې، حال دا چې موږ په غار کې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که له دوی څخه یو کس خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: «اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي»؟
صحيح دی متفق علیه دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.
صحيح دی رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه
د پېغمبر ﷺ د صحابه کرامو څخه څو تنو د هغه ﷺ له مېرمنو څخه د هغو عملونو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه یې په پټه کوي؟ (کله چې خبر شول) نو ځینو یې وویل: زه به له ښځو سره واده نه کوم، او ځینو وویل: زه به غوښه نه خورم، او ځینو وویل: زه به پر بستره کې نه ویده کېږم (یعني همیشه به عبادت کوم)، نو پېغمبر ﷺ وفرمایل: «څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کېږم، او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی».
صحيح دی متفق علیه دی
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و، نو په مکه مکرمه کې دیارلس کاله پاتې شو، بیا ورته د هجرت کولو امر وشو، نو مدېنې ته یې هجرت وکړ، هلته لس کاله پاتې شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو.
صحيح دی متفق علیه دی
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي وېښتان یې په اوږو لګېدل، د دواړو اوږو ترمنځ واټن يې پراخ و، نه ډېر دنګ او نه ډېر ټيټ و.
صحيح دی متفق علیه دی