په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي:
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و، نو په مکه مکرمه کې دیارلس کاله پاتې شو، بیا ورته د هجرت کولو امر وشو، نو مدېنې ته یې هجرت وکړ، هلته لس کاله پاتې شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو.
أُنْزِلَ عَلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ ابْنُ أَرْبَعِينَ، فَمَكَثَ بِمَكَّةَ ثَلَاثَ عَشْرَةَ سَنَةً، ثُمَّ أُمِرَ بِالْهِجْرَةِ، فَهَاجَرَ إِلَى الْمَدِينَةِ، فَمَكَثَ بِهَا عَشْرَ سِنِينَ، ثُمَّ تُوُفِّيَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د څلوېښت کلنۍ په عمر کې وحی نازله شوه او په پیغمبرۍ ولیږل شو. نو د وحې له نازلېدو څخه وروسته دیارلس کاله په مکه مکرمه کې پاتې شو، بیا ورته مدېنې منورې ته د هجرت کولو امر وشو، هلته یې لس کاله ژوند وکړ، بیا د درې شپېته کالو په عمر وفات شو.
...:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت ته د صحابه کرامو پاملرنه.
نور (3)
صحيح البخاري (5/ 45) (3851).
صحيح مسلم (4/ 1826) (2351).
عمدة القاري شرح صحيح البخاري (16/ 303).