Skip to content

لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:

کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.

كَانَتْ عَامَّةُ وَصِيَّةِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ حَضَرَهُ الْمَوْتُ: «الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ، الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»، حَتَّى جَعَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُغَرْغِرُ بِهَا صَدْرُهُ، وَمَا يَكَادُ يُفِيضُ بِهَا لِسَانُهُ.

رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه
حديث صحيح
تشریح

د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو زیات وصیت د امت په اړه دا و، حال دا چې د مرګ په سختۍ کې و: پر لمانځه پابند اوسئ، هغه وساتئ، ترې مه بې پروا کېږئ، همداراز د خپلو مملوکانو (غلامانو او وینځو) حقونه ادا کړئ، او له هغوی سره ښه چلند وکړئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وصیت بیا بیا تکراروه، تر دې چې دا خبرې یې په مرۍ کې کولې او په ژبه یې نه شوې تکرارولی.

د حديث له ګټو څخه

د لمانځه او د مملوکانو (غلامانو او وینځو) ستر حق، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو وروستیو وصیتونو کې پر همدغو دواړو وصیت کړی دی.

لمونځ د الله تعالی پر بندګانو له سترو حقونو څخه دی، او د مخلوق حق ادا کول، په ځانګړي ډول د کمزورو کسانو او هغو چې د انسان تر واک لاندې وي (غلامان، وینځې او مزدوران) حق یې ستر دی او د مخلوق له حقونو سره تړاو لري.

مراجع
نور (4)

د النسائي السنن الکبری (6/ 387) (7058).

سنن ابن ماجه (4/ 6) (2697).

د امام أحمد مسند (19/ 209) (12169).

النهاية في غريب الحديث والأثر (668).