«الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
«يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ».
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به الله جل جلاله ځمكه ونيسي او راغونډه به یې كړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې نچه کړي او يو د بل د پاسه به یې راتاو کړي او لرې به یې کړي او له منځه به یې یوسي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان؟!
...:
دا په یاد لرل چې د الله جل جلاله پادشاهي تلپاتې ده او د نورو خلکو سلطنتونه له منځه تلونکي دي.
د الله جل جلاله عظمت، د هغه د قدرت لوی والی، د هغه د واک او سلطنت بشپړتیا.
نور (5)
صحيح البخاري (6/ 126) (4812).
صحيح مسلم (4/ 2148) (2787).
فتح الباري (13/367).
عمدة القاري شرح صحيح البخاري (23/ 101).
البحر المحيط الثجاج (43/324).