Skip to content

د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و.

سعد بن هشام بن عامر - چې کله د عایشې رضي الله عنها کور ته ورغی نو ویې وییل:

اې د مؤمنانو مورې، ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه خبر راکړه، هغې وفرمایل: آیا ته قرآن نه لولې؟ ما وویل: ولې نه، ویې فرمایل: د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و.

يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ، أَنْبِئِينِي عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ: أَلَسْتَ تَقْرَأُ الْقُرْآنَ؟ قُلْتُ: بَلَى، قَالَتْ: فَإِنَّ خُلُقَ نَبِيِّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ الْقُرْآنَ.

مسلم په یو اوږد حدیث کې روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې جامع ځواب ورکړ، او پوښتونکي ته یې په قرآن کریم حواله ورکړه؛ هغه کتاب چې د کمال ټول صفتونه پکې دي، نو ویې فرمایل چې: د هغه اخلاق قرآن و، په هغه څه چې قرآن امر کړی هغه یې عملي کړي، او له هغه څه چې قرآن منع فرمایلې، ډډه یې ترې کړې ده، نو په قرآن عمل کول، د هغه له حدودو سره ودرېدل، په ادابو یې ځان سنګارول، له کیسو او مثالونو څخه یې عبرت اخیستل د هغه اخلاق و.

د حديث له ګټو څخه

رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې پدې کې اقتدا کول چې قرآن کریم یې اخلاق و.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو ستاینه او دا چې دا د وحې سرچینه ده.

قرآن کریم د ټولو ښو اخلاقو سرچینه ده.

په اسلام کې اخلاق ټول دین ته شاملیږي؛ د اوامرو پر ځای کولو او له منهیاتو څخه ډډه کولو سره.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (1/ 512) (746).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 308).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (6/ 660).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخن وغيره (2/ 1253).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (21/ 556).