رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجْوَدُ بِالخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ المُرْسَلَةِ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په سخاوتمندۍ کې په انسانانو کې ستر انسان و، او د روژې په مياشت كې به یې سخا لا پسې زیاتېده، نو چاته به چې څومره ورکړه لازمه وه، همغومره سخا به یې ورسره کوله، د هغه د زیاتې سخاوتمندۍ لاملونه دوه څيزونه وو : لومړی: جبرائیل علیه السلام سره د هغه ملاقات. بله خبره: د قرآن کريم تکرار، چې هغه له یادو د قرآن کریم لوستل و. نو جبرائیل علیه السلام سره به یې ټول نازل شوی قرآن ګردان کاوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر سخي او د ډېرې ورکړې خاوند او ښګېڼه کوونکی و، او خلکو ته په خېر رسولو کې به لکه د هغه ښایسته باد په څېر تېز و چې الله تعالی یې د باران او رحمت لپاره رالیږي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سخاوتمندۍ او پراخه عزت بیان او په ځانګړې توګه د رمضان مياشت کې، ځکه یقینا دا د طاعتونو او د ښېګڼو د موسمونو میاشت ده.
په هر وخت کې سخاوتمندۍ ته هڅول، او د روژې په میاشت کې پکې زیاتوالی مطلوب دی.
د روژې په مبارکه میاشت کې د ورکړې، خېراتونو، نېکیو او د قرآن کریم زیات تلاوت کول.
د علم د ساتلو له اسبابو څخه یو دا دی چې له علماوو او شاګردانو سره تکرار شي.
نور (10)
صحيح البخاري (1/ 8) (6).
صحيح مسلم (4/ 1803) (2308).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 275).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
مجموعة من الباحثين (2/ 870).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (2/ 364).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين.
په کتابونو کې یاد شوی
9 کتابونه- د رمضان د میاشتې په اړه د کوچنیانو لپاره پوښتنې او ځوابونه چې لویانو ته هم اړین دي.«رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبریل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې ورسره تکراراو
- د رمضان د میاشتې په اړه د کوچنیانو لپاره پوښتنې او ځوابونه چې لویانو ته هم اړین دي.«د رمضان په میاشت کې تر ټولو زیات سخي وو، کله به چې جبریل علیه السلام ورسره مخ کېده، حال دا چې هغه به د رمضان په هره شپه کې ورسره مخ کېده، نو قرآن کریم به یې ورزده کاوه»
نور (7)
- تطبيق القرآن والأذكارسنن الصيام (كان رسول الله - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - أجود الناس بالخير، وكان أجود ما يكون في رمضان حين يلقاه جبريل، وكان جبريل يلقاه في كل ليلة من رمضان، فيدارسه القرآن، فلرسول الله - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - حين يلقاه جبريل أجود
- سنن الصيام - من كتاب الفقه الميسرسنن الصيام(كان رسول الله - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - أجود الناس بالخير، وكان أجود ما يكون في رمضان حين يلقاه جبريل، وكان جبريل يلقاه في كل ليلة من رمضان، فيدارسه القرآن، فلرسول الله - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - حين يلقاه جبريل أجود
- مشروع منهاج زادكزادك 2 طالب نهائي«كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ»
- مشروع منهاج زادكزادك 2 طالب نهائي«كَانَ جِبْرِيلُ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ»
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«كَانَ جِبْرِيلُ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ»
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ»
- نصوص مختارة للرمضانكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ