Skip to content
د سورتونو لړليک /

الأعرَاف

الأعرَاف is chapter ٧ of the Quran and has ٢٠٦ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

206 آيتونه د سورت شمېره ٧
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓمٓصٓ

المص

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

كِتَٰبٌ أُنزِلَ إِلَيۡكَ فَلَا يَكُن فِي صَدۡرِكَ حَرَجٞ مِّنۡهُ لِتُنذِرَ بِهِۦ وَذِكۡرَىٰ لِلۡمُؤۡمِنِينَ

دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.

ٱتَّبِعُواْ مَآ أُنزِلَ إِلَيۡكُم مِّن رَّبِّكُمۡ وَلَا تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَۗ قَلِيلٗا مَّا تَذَكَّرُونَ

(اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ.

وَكَم مِّن قَرۡيَةٍ أَهۡلَكۡنَٰهَا فَجَآءَهَا بَأۡسُنَا بَيَٰتًا أَوۡ هُمۡ قَآئِلُونَ

څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو.

فَمَا كَانَ دَعۡوَىٰهُمۡ إِذۡ جَآءَهُم بَأۡسُنَآ إِلَّآ أَن قَالُوٓاْ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ

او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو.