Skip to content
د سورتونو لړليک /

الأنعَام

الأنعَام is chapter ٦ of the Quran and has ١٦٥ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

165 آيتونه د سورت شمېره ٦
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَجَعَلَ ٱلظُّلُمَٰتِ وَٱلنُّورَۖ ثُمَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمۡ يَعۡدِلُونَ

ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي،او رڼا او تيارې يې پيدا كړي، بيا هم هغه كسان چې کفر یې کړی د خپل رب سره نور مخلوق برابروي (په عبادت کې).

هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٖ ثُمَّ قَضَىٰٓ أَجَلٗاۖ وَأَجَلٞ مُّسَمًّى عِندَهُۥۖ ثُمَّ أَنتُمۡ تَمۡتَرُونَ

هماغه ذات دى چې تاسي يې له خټې پيدا كړئ، بيا يې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله، او يوه بله نېټه هم ده چې د هغه په وړاندې ټاكل شوېده، خو تاسي بیا په شک کوئ.

وَهُوَ ٱللَّهُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَفِي ٱلۡأَرۡضِ يَعۡلَمُ سِرَّكُمۡ وَجَهۡرَكُمۡ وَيَعۡلَمُ مَا تَكۡسِبُونَ

او هماغه يو الله هم په اسمانو كې دى او هم په ځمكه كې (د علم او قدرت په اعتبار سره)، ستاسو په پټو هم هغه پوهېږي او په څرګنده هم او هم په هغه څه چې تاسو يې كوئ.

وَمَا تَأۡتِيهِم مِّنۡ ءَايَةٖ مِّنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِمۡ إِلَّا كَانُواْ عَنۡهَا مُعۡرِضِينَ

او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نخښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځوونكي نه وي

فَقَدۡ كَذَّبُواْ بِٱلۡحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمۡ فَسَوۡفَ يَأۡتِيهِمۡ أَنۢبَٰٓؤُاْ مَا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ

نو (دا دى) هغه حق يې هم دروغ وګڼلو چې ورته راغلى دى نو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې دوى پرې ملنډې وهلې.