Skip to content
د سورتونو لړليک /

الإسرَاء

الإسرَاء is chapter ١٧ of the Quran and has ١١١ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

111 آيتونه د سورت شمېره ١٧
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ

پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.

وَءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدٗى لِّبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُواْ مِن دُونِي وَكِيلٗا

موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ.

ذُرِّيَّةَ مَنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٍۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدٗا شَكُورٗا

تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و.

وَقَضَيۡنَآ إِلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ فِي ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَيۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوّٗا كَبِيرٗا

او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ.

فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ أُولَىٰهُمَا بَعَثۡنَا عَلَيۡكُمۡ عِبَادٗا لَّنَآ أُوْلِي بَأۡسٖ شَدِيدٖ فَجَاسُواْ خِلَٰلَ ٱلدِّيَارِۚ وَكَانَ وَعۡدٗا مَّفۡعُولٗا

نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.