١٧ : ٦٧
وَإِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فِي ٱلۡبَحۡرِ ضَلَّ مَن تَدۡعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُۖ فَلَمَّا نَجَّىٰكُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ أَعۡرَضۡتُمۡۚ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ كَفُورًا
او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره.