Skip to content
د سورتونو لړليک /

النَّحل

النَّحل is chapter ١٦ of the Quran and has ١٢٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

128 آيتونه د سورت شمېره ١٦
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

أَتَىٰٓ أَمۡرُ ٱللَّهِ فَلَا تَسۡتَعۡجِلُوهُۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ

د الله فيصله راغله، اوس یې تلوار مه كوئ، هغه پاک دى او له هغه شرك نه پورته او لوړ دى چې دوی يې كوي.

يُنَزِّلُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ بِٱلرُّوحِ مِنۡ أَمۡرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦٓ أَنۡ أَنذِرُوٓاْ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱتَّقُونِ

له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي، روح د ملايک په واسطه په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلک) وپوهوئ، چې له ما پرته بل معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ.

خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۚ تَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ

هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړيدي، له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دى چې دوى يې كوي.

خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِن نُّطۡفَةٖ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٞ مُّبِينٞ

انسان یې له نطفې پېدا كړ، نو ترې یو څرګند جګړه مار جوړ شو.

وَٱلۡأَنۡعَٰمَ خَلَقَهَاۖ لَكُمۡ فِيهَا دِفۡءٞ وَمَنَٰفِعُ وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ

څاروي یې (هم) پېدا كړيدي، چې په هغو كې تاسي لپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته، او له هغو څخه خوراک هم كوئ.