Skip to content
د سورتونو لړليک /

الكَهف

الكَهف is chapter ١٨ of the Quran and has ١١٠ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

110 آيتونه د سورت شمېره ١٨
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ عَلَىٰ عَبۡدِهِ ٱلۡكِتَٰبَ وَلَمۡ يَجۡعَل لَّهُۥ عِوَجَاۜ

ثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود.

قَيِّمٗا لِّيُنذِرَ بَأۡسٗا شَدِيدٗا مِّن لَّدُنۡهُ وَيُبَشِّرَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ أَجۡرًا حَسَنٗا

سم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده.

مَّٰكِثِينَ فِيهِ أَبَدٗا

په هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي.

وَيُنذِرَ ٱلَّذِينَ قَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدٗا

او هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی.

مَّا لَهُم بِهِۦ مِنۡ عِلۡمٖ وَلَا لِأٓبَآئِهِمۡۚ كَبُرَتۡ كَلِمَةٗ تَخۡرُجُ مِنۡ أَفۡوَٰهِهِمۡۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبٗا

په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي.