«څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی».
له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د يو سړي په اړه پوښتنه وشوه چې د زړورتيا له مخې جنګېږي، او د تعصب له مخې جنګیږي، او د ځان ښودنې له امله جنګیږي، نو له دوی څخه کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی».
سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الرَّجُلِ يُقَاتِلُ شَجَاعَةً، وَيُقَاتِلُ حَمِيَّةً، وَيُقَاتِلُ رِيَاءً، أَيُّ ذَلِكَ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللهِ هِيَ الْعُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ».
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جنګیالیو د مختلفو نیتونو په اړه پوښتنه وشوه چې یو څوک د زړورتیا له امله جنګیږي، او یا د تعصب او ملاتړ له امله او یا لدې امله چې په خلکو خپل عزت ومومي او داسې نور، نو کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه څوک د الله په لار کې جنګیالی دی چې له جګړې څخه یې موخه دا وي چې د الله کلمه لوړه شي.
اصل د عملونو په سموالي او خرابوالي کې نیت دی او دا چې عمل خاص د الله لپاره وي.
کله چې له جهاد څخه موخه د الله تعالی د کلمې لوړېدل وي خو وروسته ورسره بل روا نیت یو ځای شي لکه غنیمت تر لاسه کول، نو دا اصلي نیت ته زیان نه رسوي.
د دښمن په وړاندې له هېوادونو او مقدساتو څخه دفاع د الله په لار کې له جنګېدلو څخه دي.
د مجاهدينو په اړه راغلی فضیلت یوازې د هغو لپاره دی چې جنګېدل یې د الله جل جلاله د کلمې د لوړوالي په موخه وي.
نور (6)
صحيح البخاري (9/ 136) (7458).
صحيح مسلم (3/ 1513) (1904).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
لعبد الله البسام (ص753).
الإعلام بفوائد عمدة الأحكام.
لابن الملقن (10/ 380).