Skip to content

«اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:

یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کوو، پداسې حال کې چې لږې اوبه راسره وي، نو که چېرته پرې اودس وکړو تنده مو وهي، نو آیا د بحر په اوبو اودس وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».

سَأَلَ رَجُلٌ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّا نَرْكَبُ البَحْرَ، وَنَحْمِلُ مَعَنَا القَلِيلَ مِنَ الْمَاءِ، فَإِنْ تَوَضَّأْنَا بِهِ عَطِشْنَا، أَفَنَتَوَضَّأُ مِنَ الْبَحْرِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هُوَ الطَّهُورُ مَاؤُهُ، الحِلُّ مَيْتَتُهُ».

أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې ویل: اې د الله رسوله! مونږ په بحري کښتیو کې د ښکار، سوداګرۍ او نورو موخو لپاره سپرېږو او د څښاک لپاره لږې اوبه راسره اخلو، نو که د اودس او غسل لپاره د څښاک اوبه وکاروو، اوبه خلاصېږي او د څښاک لپاره یې بیا نه شو موندلی، نو آیا موږ ته روا دي چې د بحر په اوبو اودس وکړو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د بحر د اوبو په اړه وفرمایل چې: اوبه یې په خپل ځان کې پاکې او نورو شیانو لره پاکوونکي دي؛ نو اودس او غسل کول دواړه پرې روا دي، او هغه څه چې ترې له ماهیانو او کبانو او داسې نورو څیزونو څخه راوځي حلال دي، که څه هم له ښکار پرته مردار شوي وي.

د حديث له ګټو څخه

د بحر مرداره حلاله ده، او له مردارې څخه موخه: هغه حیوانات دي چې له بحر پرته ژوند نه شي کولای.

پوښتونکي ته له هغه څخه زیات ځواب ورکول چې پوښتنه یې کړي وي، تر څو پرې بشپړه فایده مرتبه شي.

کله چې د اوبو خوند، رنګ او بوی په یو پاکیزه شي سره بدل شي، نو تر هغه پورې پاک دی چې د اوبو حقیقت بدل شوی نه وي، اګر که تروشوالی، حرارت او یا یخوالي یې ډېر زیات هم شي.

د بحر په اوبو سره لویه او وړه بې اودسي دواړه له منځه ځي او په پاک شي لوېدلي ناپاکي هم پاکوي لکه پر: بدن، کالیو او داسې نورو.

مراجع
نور (11)

سنن ابو داود (1/ 62) (83).

جامع الترمذي (1/ 111) (69).

سنن النسائي (1/ 50) (59).

سنن ابن ماجه (1/ 250) (386).

د امام أحمد مسند (12/ 171) (7233).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (1/ 28).

فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (1/ 59).

توضيح الأحكام شرح بلوغ المرام.

لعبد الله البسام (1/ 116).