Skip to content

«له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې وییل یې:

«له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».

«إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ مَنْ تُدْرِكُهُ السَّاعَةُ وَهُمْ أَحْيَاءٌ، وَمَنْ يَتَّخِذُ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ».

احمد روايت کړی دی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدو خلکو په اړه خبر ورکوي چې دوی هغه خلک دي چې قیامت پرې قایم شي او دوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي وي، د قبرونو تر څنګ او یا یې لورې ته لمونځونه کوي.

د حديث له ګټو څخه

پر قبرونو د جوماتونو جوړولو ممانعت؛ ځکه دا د شرک وسیله ده.

د قبرونو تر څنګ د لمونځ کولو حراموالی که څه هم ودانۍ ونه لري؛ ځکه مسجد د هر هغه ځای لپاره نوم دی چې سجده پکې کیږي، که څه هم ودانۍ پکې نه وي.

چا چې د نیکانو قبرونه جوماتونه ګرځولي تر څو پکې لمونځ وشي، نو هغه له بدو خلکو څخه دي، که څه هم داسې ګمان و کړي چې پدې کار سره الله جل جلاله ته نږدېوالی غواړي.

مراجع
نور (7)

د امام أحمد مسند (6/ 394) (3844).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص191).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص176).

أحكام الجنائز.

للألباني (1/ 217).