Skip to content

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».

سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ».

او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
حديث حسن صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له : له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق. نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي. او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي. او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له: ژبې او شرمګاه څخه. نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي. او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.

د حديث له ګټو څخه

جنت ته د ننوتلو اسباب د الله تعالی سره تړاو لري، چې له هغې جملې څخه: له هغه څخه وېرېدل، او ځینې نور سببونه یې د خلکو سره تړاو لري چې له جملې څخه یې: ښه اخلاق دي.

د ژبې خطر د خپل خاوند لپاره، او دا چې اور ته د ننوتلو یو لامل دی.

انسان ته د شهوت او بې حیایۍ خطر او دا چې دوزخ ته د ننوتلو تر ټولو زیات لاملونه -همدا- دي.

مراجع
نور (11)

جامع الترمذي (3/ 536) (2004).

سنن ابن ماجه (5/ 318) (4246).

د امام أحمد مسند (13/ 287) (7907).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 509).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 369).

فتح ذي الجلال والإكرام.

لابن عثيمين (6/ 453).

سبل السلام بشرح بلوغ المرام.

للصنعاني (2/ 696).