Skip to content

«ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي».

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي».

«إِنَّ الْإِيمَانَ لَيَخْلَقُ فِي جَوْفِ أَحَدِكُمْ كَمَا يَخْلَقُ الثَّوْبُ الْخَلِقُ، فَاسْأَلُوا اللَّهَ أَنْ يُجَدِّدَ الْإِيمَانَ فِي قُلُوبِكُمْ».

الحاکم او الطبراني روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ایمان د مسلمان په زړه کې داسې زړیږي او کمزوری کیږي، لکه څرنګه چې نوي جامې په زیاتو کارولو سره له منځه ځي؛ دا په عباداتو کې د نقصان، یا ګناهونو له امله او یا هم په شهوتونو کې د ښکیلتیا له امله. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته لارښوونه وکړه چې له الله تعالی څخه وغواړو چې ایمانونه مو د فرائضو په ادا کولو ، زیات ذکر او زیات استغفار ویلو سره تازه کړي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په زړه کې د استقامت او باور نوي کولو لپاره له الله څخه غوښتنه کول.

ایمان؛ قول، عمل او باور دی، په طاعت سره زیاتیږي او په ګناه کولو سره کمیږي.

مراجع
نور (7)

المستدرك على الصحيحين للحاكم (1/ 45) (5).

المعجم الكبير للطبراني (13/ 36) (84).

النهاية في غريب الحديث والأثر.

ص(282).

النهاية (1/316).

فيض القدير (2/323).

التنوير شرح الجامع الصغير (3/434).