«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ورته په پرلپسې توګه راځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
«إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ».
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو د پاکوالي په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او وحشي حیوانات ترې څښاک کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې اوبه د دوه لویو چاټیو په اندازه وي چې د (۲۱۰) لیترو په اندازه کېږي، نو دا ډېرې اوبه دي او نه مردارېږي، مګر دا چې د نجاست له امله یې له درویو اوصافو څخه په یو کې بدلون راشي چې هغه رنګ، خوند او بوی دي.
اوبه هغه مهال ناپاکه ګرځي چې د ناپاکۍ له امله یې له دریو ځانګړنو څخه یوه بدله شي چې هغه: رنګ، خوند او یا بوی دی، حدیث کې دا مقدار لدې امله یاد شوی چې غالبا (خلک همدومره اوبه ذخیره کوي) او مطلب ترې د اوبو همدا اندازه نه ده.
د علماوو په دې اجماع ده چې که اوبه د نجاست له امله ناپاکې شي هغه بالکل نجسې دي، برابره خبره ده که هغه اوبه لږې وي او یا ډېرې.
نور (11)
سنن ابو داود (1/ 46) (63).
جامع الترمذي (1/ 109) (67).
سنن النسائي (1/ 46) (52).
سنن ابن ماجه (1/ 324) (517).
د امام أحمد مسند (8/ 211) (4605).
توضيح الأحكام.
للبسام (1/ 121).
فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (1/ 67).
منحة العلام.
لعبد الله الفوزان (1/ 35).