٦ : ٩٢
وَهَٰذَا كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ مُبَارَكٞ مُّصَدِّقُ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ ٱلۡقُرَىٰ وَمَنۡ حَوۡلَهَاۚ وَٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ يُؤۡمِنُونَ بِهِۦۖ وَهُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ يُحَافِظُونَ
او دا يو داسې كتاب دى چې له بركته ډك او د هغه څه تصديقوونكى دى چې ترې مخكې وو او د دې لپاره (راغلى) چې ته د كليو دا مركز (مكه) او شاوخوا يې چې څوك دي، وډار كړې او څوك چې آخرت مني، هغه (كتاب) هم مني او دوى د خپل لمانځه هم (ټينګه) ساتنه كوي.