٦ : ٨٤
وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ إِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَۚ كُلًّا هَدَيۡنَاۚ وَنُوحًا هَدَيۡنَا مِن قَبۡلُۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِۦ دَاوُۥدَ وَسُلَيۡمَٰنَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَٰرُونَۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
او هغه ته مو اسحاق او يعقوب وركړ، هر يوه ته مو سمه لاره وښوده او نوح ته مو لا وړاندې لارښوونه كړې وه او د هغه له اولادې مو داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون (ته هدايت كړى ؤ) او په همدې شان نېك عملو ته بدله وركوو.