١٨ : ٨٦
حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَغۡرِبَ ٱلشَّمۡسِ وَجَدَهَا تَغۡرُبُ فِي عَيۡنٍ حَمِئَةٖ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوۡمٗاۖ قُلۡنَا يَٰذَا ٱلۡقَرۡنَيۡنِ إِمَّآ أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّآ أَن تَتَّخِذَ فِيهِمۡ حُسۡنٗا
تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه.