أم كلثوم بنت نبينا محمد بن عبد الله القرشية الهاشمية
الإسم
ام كلثوم زموږ پیغمبر محمد بن عبد الله لور، قرشیه هاشميه
اسم الشهرة
ام کلثوم - رضي الله عنها -
نبذة مختصرة
ام کلثوم، زموږ د پیغمبر مصطفی محمد بن عبدالله بن عبد المطلب - صلی الله علیه وسلم - لور، د قریشو د هاشمي کورنۍ څخه وه، او مور یې خدیجه بنت خویلد وه، عتبه بن ابو لهب د بعثت څخه مخکې له هغې سره واده کړی و، او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مبعوث شو، او الله تعالی دغه آیت نازل کړ: {تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ}، د هغه پلار ابو لهب ورته وویل: زما سر د تا له سر څخه حرام دی ( د بېلتون او د اړیکو د پرې کولو لپاره کنایه ده)، مګر دا چې ته د هغه لور ته طلاق ورکړې، نو هغه ام کلثوم ته طلاق ورکړ، په داسې حال کې چې دخول نه و شوی، او په مکه کې د خپل پلار - رسول الله صلی الله علیه وسلم- سره پاتې شوه -، او کله چې د هغې مور اسلام راوړ، نو هغې اسلام راوړ، او کله چې ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، نو هغې او د هغې خویندو رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، بیا یې مدینې ته هجرت وکړ، او هلته پاتې شوه، او کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور رقیه وفات شوه، رسول الله - صلی الله علیه وسلم- عثمان بن عفان ته واده کړه، او دا د هجرت د دریم کال د ربیع الاول په میاشت کې و، او په همدې کال په جمادي الآخر کې ورته راوستل شوه، او تر هغه پوری ورسره پاتې شوه تر څو په ۹ کال کې وفات شوه، او هغه لپاره یې هېڅ و نه زېږاوه.