Skip to content

أبو بكر الصديق عبد الله بن أبي قحافة عثمان بن عامر القرشي التيمي

الإسم

ابو بكر صديق عبد الله بن ابو قحافه عثمان بن عامر قرشي تيمي

اسم الشهرة

ابوبکر صديق رضي الله عنه

نبذة مختصرة

ابو بکر صدیق عبد الله بن ابو قحافه عثمان بن عامر قرشي تیمي، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خلیفه او ځای ناستی، او لومړنی سړی و چې اسلام یې قبول کړ، او د هغو لسو کسانو څخه دی چې د جنت زېری ورکړ شوی دی، او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د غار ملګری، او په غار کې د هغه -صلی الله علیه وسلم- د ملګرتیا شرف یې ترلاسه کړ، او د هغه په اړه الله تعالی د قرآن آیت نازل کړ چې تر قیامت پورې به لوستل کېږي، او خپله لور یې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته واده کړه، او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ټولو غزاګانو کې ګډون کړی و، او له پیغمبر وروسته د دې امت تر ټولو غوره او افضل انسان دی، د رسول الله - صلی الله علیه وسلم- د هغه ناروغۍ پر مهال چې په کې وفات شو د امام په توګه د خلکو امامت وکړ، رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د هغه په ​​اړه وفرمایل: «إن من أمَنِّ الناس عليّ في صحبته وماله أبا بكر، ولو كنت متخذًا خليلًا غير ربي لاتخذت أبا بكر ولكن أخوة الإسلام ومودته»، " په ملګرتیا او شتمنۍ کې پر ما تر ټولو ډېر احسان کوونکی ابوبکر دی، که ما له خپل رب پرته بل څوک دوست نیولی وای، نو ابو بکر به مې نیولی وای، خو زموږ ترمنځ د اسلام ورورولي او مینه ده" د بخاري روایت دی. او هغه په ۱۳ کال کې وفات شو.

المراجع

نور (1)
الطبقات الكبرى (3/126)، الاستيعاب (4/1614)، وفيات الأعيان (3/64)، الأعلام للزركلي (4/102).