Skip to content

الفضل بن العباس

الإسم

فضل بن عباس

اسم الشهرة

فضل بن عباس رضي الله عنهما

نبذة مختصرة

فضل بن عباس بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف قرشي هاشمي، ابو محمد او ابو عبدالله، جلیل القدر صحابيدی ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی، او د عباس په زامنو کې تر ټولو مشر دی، او عباس د هغه په ​​لقب سره یادېده، په اتم کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مکې فتح کې ګډون وکړ، او د حنین په جنګ کې هم ورسره ګډون وکړ، او کله چې خلک ماتې سره مخ شول، هغه له هغو کسانو څخه و چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره پاتې شو، او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره حجة الوداع کې هم ګډون وکړ، او رسول الله -صلی الله علیه وسلم - هغه له ځانه سره له مزدلفې څخه تر منی پورې د سپرلۍ شاته کېناوه، نو له همدې کبله هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ردیف (ملګری) ویل کېږي، او فضل د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات کې حضور درلود، او د هغه په ​​غسل ​​کې یې ګډون وکړ، او علي بن ابي طالب ته یې اوبه اچولې، او راویان د هغه د وفات نېټه کې اختلاف لري، خو تر ټولو صحیح روایت دا دی چې هغه د جهاد لپاره شام ​​ته لاړ، او د عمواس په طاعون کې د اردن په سیمه کې په ۱۸ کال د عمر بن خطاب په خلافت کې وفات شو.

المراجع

نور (1)
أسد الغابة (4/349) الإصابة في تمييز الصحابة (5/287) الأعلام للزركلي (5/149).