الحسن بن علي بن أبي طالب
الإسم
حسن بن علي بن ابي طالب
اسم الشهرة
الحسن بن علي -رضي الله عنهما-
نبذة مختصرة
حسن بن علي بن ابي طالب هاشمي القرشي ابو محمد، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی، په ۳ هجري کال کې زیږیدلی، هغه د خلفاو پنځم او وروستی خلیفه و، هغه په مدینه کې زېږېدلی و، او مور یې فاطمه الزهرا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ده، دی د هغې مشر او لومړی زوی و، هغه هوښیار، حلیم، د نیکۍ سره مینه لرونکی، او د فصاحت او بلاغت خاوند و، هغه شل ځله په پښو حج کړی و، حسن خلافت پریښود او په ۴۱ کال کې یې معاویه ته واک وسپاره، او هغه دا کال د جماعت کال باندې ونوماوه، ځکه چې مسلمانان په کې اجتماع وکړه او سره یو شول، حسن مدینې ته راستون شو، او هلته تر هغه وخته پورې پاتې شو چې د ځینو اقوالو پر اساس د زهرو له امله مړ شو، او د هغه د خلافت موده شپږ میاشتې او پنځه ورځې وه، هغه د هجرت په ۵۰ کال وفات شو.