Skip to content

الحسن بن يسار البصري

الإسم

حسن بن يسار بصري

اسم الشهرة

حسن بصري

نبذة مختصرة

حسن بن یسار بصري، ابو سعید، تابعي، فقیه، ثقه او د حدیثو یو تکړه عالم و، هغه په ​​۲۱ کال په مدینه کې زیږېدلی و، د بصرې د خلکو امام او په خپل عصر کې مخ کښ و، هغه یو له فصیحو، زړورو، زاهدو او فقیهو علماو څخه و، په ​​بصره کې اوسېده، او د خلکو په زړونو کې یې هیبت ډېر و، او هغه به واليانو ته ورتللو او هغوی ته به یې امر او نهی کاوه، هغه د حق په خاطر د ملامتۍ څخه نه ډارېده، د حجاج بن یوسف سره ګڼ واقعات لري، او د هغه له ځورونې څخه ژغورل شوی و، او کله چې عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو، هغه ته یې ولیکل چې: زه په دې کار کې راګیر شوی یم، نو زما لپاره مرستندویان معرفي کړه چې په دې کې زما سره مرسته وکړي، حسن ورته ځواب ورکړ: د دنیا غوښتوونکي ته نه غواړې، او د اخرت غوښتوونکي تا نه غواړې، نو له الله څخه مرسته وغواړه. هغه د هجرت په ​​۱۱۰ کال وفات شو.

المراجع

نور (1)
تاريخ ابن معين، رواية الدوري (4/ 176) معجم الأدباء، إرشاد الأريب إلى معرفة الأديب (3/ 1023) مغاني الأخيار في شرح أسامي رجال معاني الآثار (1/ 207) الأعلام للزركلي (2/ 226)