السؤال
۲۴. پوښتنه: معجزه څه شی دی؟
۲۴ پوښتنه: معجزه څه شی دی؟
الجواب
ج- ټول هغه څه چې الله تعالی خپلو انبیاوو ته له خارق العاده(د عادت خلاف کارونه) کړنو څخه د دوی په رښتینولۍ د دلالت لپاره ورکړي دي معجزه بلل کیږي لکه:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل.
- او د موسی علیه السلام لپاره د سمندر جدا کیدل او د فرعون او د هغه د لښکرو ډوبیدل.
ج:معجزه: ټول هغه څه چې الله تعالی خپلو انبیاوو ته له خارق العاده (د عادت خلاف کارونه) کړنو څخه د دوی په رښتینولۍ د دلالت لپاره ورکړي دي معجزه بلل کیږي، لکه:
- د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل.
الله تعالی فرمايي:
﴿ٱقۡتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلۡقَمَرُ * قيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاوده *
وَإِن يَرَوۡاْ ءَايَةٗ يُعۡرِضُواْ وَيَقُولُواْ سِحۡرٞ مُّسۡتَمِرّٞ* او هغوى چې كومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه راروانې كوډې دي *
وَكَذَّبُواْ وَٱتَّبَعُوٓاْ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَكُلُّ أَمۡرٖ مُّسۡتَقِرّٞ﴾ او درواغ يې ګڼي او خپلو هوسونو پسې ځي او هر كار (په خپل وخت) په ځاى كېدونكى دى).
[القمر سورت:۴۹ آیت].
- او د موسی علیه السلام لپاره د سمندر جدا کیدل او د فرعون او د هغه د لښکرو ډوبیدل.
﴿وَإِذۡ فَرَقۡنَا بِكُمُ ٱلۡبَحۡرَ فَأَنجَيۡنَٰكُمۡ وَأَغۡرَقۡنَآ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ وَأَنتُمۡ تَنظُرُونَ﴾ (او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسې ورته کتل).
[البقرة سورت: 50 آیت].