Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 16

فلټرونه لرې کړئ
«سره زر په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو، غنم په غنمو، وربشې په وربشو، خرما په خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلې او ویلي یې دي چې: «خیر پکې نشته، بلکې د بخیل نه پرې (یو څه) راوځي».
صحيح دی متفق علیه دی
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده.
د ټولو روایتونو په اعتبار حسن دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وفرمایل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړې به وهي، او که غوا وي نو رمباړې به وهي، او که پسه وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې فرمایل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
صحيح دی متفق علیه دی
«جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«څوک چې د یو مسلمان حق په ناحقه قسم خوړلو سره واخلي، نو الله تعالی پرې دوزخ لازم ګرځولی او جنت یې پرې حرام کړی دی» یو سړي ورته وویل: «ای د الله رسوله! که ډېر لږ هم وي؟» هغه وفرمایل: «که د مسواک د یو ډکي په اندازه هم وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي» وایي چې اشعث وویل: « قسم په الله چې زما سره داسې شوي و؛ زما او د یو یهودي تر منځ د ځمکې په سر شخړه وه نو هغه راته انکار وکړ، ما هغه د پیغمبر ﷺ حضور ته راووست، نو رسول الله ﷺ راته وویل: «آیا ته ثبوت لرې؟» ما وویل: «نه» وایي: بیا یې یهودي ته وویل: «قسم وکړه» وایي: ما وویل: «اې الله رسوله! هغه به قسم وکړي او زما مال به واخلي. نو دا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} د آیت تر پایه، یعنې: هغه خلك چې د الله تړون او خپل قسمونه په لږه بيه پلوري.
صحيح دی متفق علیه دی