«څوک چې د یو مسلمان حق په ناحقه قسم خوړلو سره واخلي، نو الله تعالی پرې دوزخ لازم ګرځولی او جنت یې پرې حرام کړی دی» یو سړي ورته وویل: «ای د الله رسوله! که ډېر لږ هم وي؟» هغه وفرمایل: «که د مسواک د یو ډکي په اندازه هم وي».
د ابوامامه، ایاس بن ثعلبه الحارثي رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې د یو مسلمان حق په ناحقه قسم خوړلو سره واخلي، نو الله تعالی پرې دوزخ لازم ګرځولی او جنت یې پرې حرام کړی دی» یو سړي ورته وویل: «ای د الله رسوله! که ډېر لږ هم وي؟» هغه وفرمایل: «که د مسواک د یو ډکي په اندازه هم وي».
«مَنِ اقْتَطَعَ حَقَّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِيَمِينِهِ، فَقَدْ أَوْجَبَ اللهُ لَهُ النَّارَ، وَحَرَّمَ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ» فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ: وَإِنْ كَانَ شَيْئًا يَسِيرًا يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «وَإِنْ قَضِيبًا مِنْ أَرَاكٍ».
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دروغو د قسم خوړلو په اړه خبرداری ورکړی چې څوک په دروغو سره قسم وخوري حال دا چې پوهېږي، تر څو پرې د یو مسلمان حق په ناحقه تر لاسه کړي، نو د دې عمل سزا د دوزخ مستحق ګرځېدل او له جنت څخه محرومېدل دي. او دا (عمل) له کبیره ګناهونو څخه یو دی. یو سړي وویل: ای د الله رسوله! که چیرته هغه شی ډیر لږ وي چې قسم پرې خوړل شوی دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حتی که دا (ناحق اخیستل شوی شی) د هغه مسواک د یو وړوکي ښاخي په اندازه هم وي، چې د اراک له ونې اخیستل کېږي.
د نورو د حقونو له اخېستلو ځان ډډه کول، او د خلکو حقونه هغوی ته سپارل که څه هم ډېر لږ وي، دا خبره د یادولو ده چې که قاضي په اشتباه سره څوک د څه شي مستحق وګڼي، نو انسان ته د هغه څه اخېستل روا نه دي چې د هغه نه وي.
نووي ویلي: د مسلمانانو د حقونو حرمت ډېر سخت (جدي) دی، او په کې د لږ او ډېر حق ترمنځ هېڅ توپیر نشته؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «حتی که د اراک د ونې یو وړوکی ښاخ هم وي».
نووي ویلي: دا سزا د هغه چا لپاره ده چې د مسلمان حق یې اخیستی وي او له توبې مخکې مړ شوی وي، خو څوک چې توبه وکړي، پر خپل عمل پښیمان شي، حق یې خاوند ته ور وګرځوي، او د حق په ادا کولو سره غاړه خلاصه کړي او هوډ وکړي چې بیا به داسې کار نه کوي، نو ګناه ترې ساقطېږي.
قاضي ویلي: په ځانګړې توګه پدې حکم سره مسلمانانو ته ځانګړې اشاره لدې امله شوې چې هغوی د شریعت مخاطبین او په عامه توګه پرې تعامل کوونکي دي، نه دا چې غیر مسلمانان له دې قاعدې نه بهر دي؛ بلکې د هغوی حکم هم په دې اړه هماغه حکم دی.
نووي ویلي؛ دروغ: د یو شي په اړه د هغه د حقیقت خلاف خبر ورکولو ته وایي، برابره خبره ده که په قصدي توګه وي یا په سهوه، د پخوا په اړه وي او یا د راتلونکې په اړه.
نور (5)
صحيح مسلم (1/ 122) (137).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 239).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 309).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (3)
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الثالث)«مَنِ اقْتَطَعَ حَقَّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِيَمِينِهِ (أي: بِالْحَلِفِ كَذِبًا)، فَقَدْ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ النَّارَ، وَحَرَّمَ عَلَيْهِ الجَنَّةَ»، فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ: وَإِنْ كَانَ شَيْئًا يَسِيرًا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَإِنْ قَضِي
- حكم المستهزئين بالأنبياء والمرسلين«مَنِ اقْتَطَعَ حَقَّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِيَمِينِهِ، فَقَدْ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ النَّارَ وَحَرَّمَ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ». فَقَالٌوا: وَإِنْ كَانَ شَيْئًا يَسِيرًا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَإِنْ قَضِيبًا مِنْ أَرَاكٍ».
- قاموس الكبائرموسوعة الكبائر - المجموعة الرابعة«مَنِ اقْتَطَعَ حَقَّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِيَمِينِهِ فَقَدْ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ النَّارَ، وَحَرَّمَ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ» فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ: وَإِنْ كَانَ شَيْئًا يَسِيرًا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَإِنْ قَضِيبًا مِنْ أَرَاكٍ»[95].