Skip to content

«جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».

«مَا زَالَ يُوصِينِي جِبْرِيلُ بِالْجَارِ، حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې جبرائیل علیه السلام ورته په تکرار سره د ګاونډي په حق ټینګار وکړ - او ګاونډي هغه څوک دی چې کور ته دې نږدې وي؛ خواه که هغه مسلمان وي یا کافر، خپلوان وي او که نه وي - چې حق یې وساتل شي او ازار نه شي، نیکي ورسره وشي او په آزار یې صبر وشي، ( ټینګار تر دې حده و چې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ګمان وکړ چې د ګاونډي لوی حق او د جبرائیل علیه السلام ټینګار کیدی شي د دې لامل وګرځي چې وحي پرې نازله شي او ګاونډي ته له مرګ نه وروسته په پاتې مال کې برخه ورکړل شي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د ګاونډي د حق عظمت او د مراعتولو وجوب.

د ګاونډي په حق کې پر وصیت ټینګار؛ هغه ته د درناوي، ورسره محبت ساتلو او نیکۍ کولو غوښتنه کوي، او ( تر څنګ یې) له هغه څخه د ضرر دفع کولو، د ناروغتیا پر مهال پوښتنې کولو، د خوښۍ پر مهال مبارکۍ ویلو او د غم پر مهال تعزیت ویلو غوښتنه کوي.

څومره چې د ګاونډي دروازه نږدې وي، هغومره یې حق زیات دی.

د شريعت بشپړتیا؛ چې هر هغه څه ته شامل دی چې د ټولنې اصلاح، له ګاونډيانو سره نیکي کول او ورڅخه ضرر لرې کولو ته شامل دي.

مراجع

(8/ 10) (6015).

(4/ 2025) (2625).

نور (5)

صحيح البخاري (8/ 10) (6014).

صحيح مسلم (4/ 2025) (2624).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين (1/ 300).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 175).