«سره زر په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو، غنم په غنمو، وربشې په وربشو، خرما په خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي».
له عبادة بن صامت -رضي الله عنه- څخه روايت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«سره زر په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو، غنم په غنمو، وربشې په وربشو، خرما په خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي».
«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ، فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ، إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ».
رسول الله ﷺ په شپږو مشهورو ربوي ډولونو کې د صحيحې او مشروعې معاملې طريقه څرګنده کړې ده، دا شپږ توکي عبارت دي له: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو کله چې معامله د يو ډول په يو ډول وي لکه: سره زر په سرو زرو، يا خرما په خرما نو رسول الله ﷺ ورته دوه شرطونه اېښودلي دي: لومړی: که چېرې شي موزون وي(تلل کېږي) لکه سره زر او سپین زر، نو باید په وزن کې سره برابر وي، او که مکیل وي (پېمانه کېږي) لکه غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو باید په پیمانه کې سره برابر وي. دویم دا چې: پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال ترلاسه کړي او دا کار باید د پلور (معاملې) په مجلس کې وشي. نو که دا ډولونه یو له بله مختلف شول، لکه د سرو زرو پلور په سپینو زرو، یا د خرما پلور په غنمو، نو بيعه جواز لري، خو پدې شرط چې پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال (جنس) د معاملې په مجلس کې ترلاسه کړي؛ که نه، نو دا بيع باطله ده او پلورونکی او پېرودونکی دواړه په حرام سود (ربا) کې اخته شوي دي.
د ربوي مالونو بیان او د هغو د پلور طریقې.
د سود لرونکې پلور څخه منع.
کاغذي پیسې د سود (ربا) په علت کې د سرو زرو او سپینو زرو حکم لري.
د ربوي شپږو توکو پلور او پېرود درې حالتونه لري: ۱ - د ربوي توکي په خپل جنس کې پلورل، لکه سره زر په سرو زرو یا خرما په خرما، نو د دې لپاره دوه شرطونه ضروري دي: په وزن او پیمانه کې برابروالی (تماثل) او د معاملې په مجلس کې لاس په لاس تبادله کول (تقابض). ۲ - چې ربوي توکی په بل ربوي توکي وپلورل شي او علت یې یو وي، لکه سره زر په سپینو زرو یا غنم په وربشو، نو په دې حالت کې یوازې د لاس په لاس تبادله شرط ده، نه د وزن یا پیمانې برابروالی. ۳ - دا چې ربوي توکی په بل ربوي توکي وپلورل شي او علت یې مختلف وي، لکه سره زر په خرما، نو پدې حالت کې نه د لاس په لاس تبادله شرط ده او نه د وزن یا پیمانې برابروالی.
د غیر ربوي توکو پلور او پېرود، یا کله چې یو توکی ربوي وي او بل غیر ربوي، نو نه د لاس په لاس تبادله شرط ده او نه هم برابروالی، لکه جایداد په سرو زرو پلورل.
نور (3)
صحيح مسلم (3/ 1210) (1587).
فيض القدير (3/ 571).
البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (27/ 623).
په کتابونو کې یاد شوی
7 کتابونهنور (7)
- مجموعة زاد الفقه (4)«الذَّهَبُ بالذَّهَبِ، والفِضَّةُ بالفِضَّةِ، والبُرُّ بالبُرِّ، والشَّعيرُ بالشَّعيرِ، والتَّمْرُ بالتَّمْرِ، والمِلْحُ بالمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَواءً بِسَواءٍ، يَدًا بيَدٍ، فَإِذا اخْتَلَفَتْ هذه الأَصْنافُ، فَبيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ،
- مجموعة زاد الفقه (4)«الذَّهَبُ بالذَّهَبِ، والفِضَّةُ بالفِضَّةِ، والبُرُّ بالبُرِّ، والشَّعيرُ بالشَّعيرِ، والتَّمْرُ بالتَّمْرِ، والمِلْحُ بالمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَواءً بِسَواءٍ، يَدًا بيَدٍ، فَإِذا اخْتَلَفَتْ هذه الأَصْنافُ، فَبيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ،
- مجموعة زاد الفقه (4)«فَإِذا اخْتَلَفَتْ هذه الأصناف، فَبيعُوا كيف شِئْتم إِذا كانَ يَدًا بيَدٍ»؛
- مشروع منهاج زادكزادك معلم 3« الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَا
- مشروع منهاج زادكزادك 3 طالب نهائي«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَاف
- مشروع منهاج زادكزادك 3 طالب نهائي«مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ».
- نبراس طالب (4)1«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَاف