Skip to content

«کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:

«کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ ( یعنې ژر مې یوسئ) او که ناصالحه (ګناهګار) وي وايي: هلاکت دی، چېرته یې وړئ؟ د دې غږ هر څه اوري پرته له انسانانو، او که انسانان یې واوري، نو بې هوښه به شي».

«إِذَا وُضِعَتِ الجِنَازَةُ وَاحْتَمَلَهَا الرِّجَالُ عَلَى أَعْنَاقِهِمْ فَإِنْ كَانَتْ صَالِحَةً قَالَتْ: قَدِّمُونِي، وَإِنْ كَانَتْ غَيْرَ صَالِحَةٍ قَالَتْ: يَا وَيْلَهَا أَيْنَ يَذْهَبُونَ بِهَا؟ يَسْمَعُ صَوْتَهَا كُلُّ شَيْءٍ إِلَّا الإِنْسَانَ، وَلَوْ سَمِعَهُ صَعِقَ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

پیغمبر ﷺ خبر ورکړی چې کله جنازه پر کټ کېښودل شي او سړي یې پر اوږو بار کړي، نو که چېرته د نېک انسان جنازه وي وايي:- ما وړاندې کړئ- یعنې ژر مې ځای ته ورسوئ، د هغو نعمتونو له امله چې دی یې ګوري او که ناصالحه وي، نو یو بدرنګه کړیکه به وکړي چې «هلاکت دی، دا چېرته وړئ؟! د هغه عذاب له امله چې دی یې خپلې مخې ته ګوري، غږ یې له انسانانو پرته هر څه اوري، او که انسانان یې واوري نو د شدت له امله به یې بي هوښه شي.

د حديث له ګټو څخه

صالح انسان خاورو ته له سپارل کېدو وړاندې د نېکمرغۍ بشارتونه ویني، او کافر په دې حالت کې وېريږي؛ او کافر برعکس حالات ویني.

ځینې غږونه شته چې انسان یې نه شي اورېدلای، خو نور مخلوقات یې اوري.

سنت طریقه دا ده چې جنازه د سړیو پر اوږو یوړل شي، نه د ښځو؛ ځکه رسول الله ﷺ ښځې د جنازې پسې له تللو منع کړې دي.

مراجع
نور (9)

صحيح البخاري (2/ 85) (1314).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 513).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 400).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (7/ 122).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (4/ 546).