Skip to content

«تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي».

له مغیره بن شعبة رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي».

«لاَ يَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ، حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ ظَاهِرُونَ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې زما د امت یوه ډله به تل پر خلکو برلاسې وي، پر خپلو مخالفینو به غالبه وي، تر دې چې د الله امر راشي – یعنې د دوی ارواح الله تعالی واخلي – د دنیا د پای پر مهال، مخکې له دې چې قیامت راشي.

د حديث له ګټو څخه

دا د نبي صلی الله علیه وسلم یوه ښکاره معجزه ده، ځکه دا صفت د نبي صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر نن ورځې پورې الحمد لله پاتې دی، او همداسې به وي تر هغه وخته چې د الله امر راشي، لکه څنګه چې په حدیث کې ذکر شوی دی.

پر حق د ثابت پاتې کېدو او پرې د عمل کولو فضیلت او پرې ټینګار.

د دین ظهور دوه ډولونه لري: یا د دلیل، بیان، او وضاحت له لارې او یا د ځواک او جګړې له لارې، د دلیل او بیان له لارې ظهور تل پاتې دی، ځکه د اسلام دلیل قرآن دی او قرآن څرګند او پر هر څه غالب دی، خو دویم ډول ظهور، چې د ځواک او جګړې له لارې دی نو دا ایمان او ځمکه کې واکمنۍ ته په لیدو دی.

مراجع
نور (3)

صحيح البخاري (9/ 101) (7311).

صحيح مسلم (3/ 1523) (1921).

البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (33/ 18).