Skip to content

"کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".

«إِذَا سَمِعْتُمُ النِّدَاءَ، فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ المُؤَذِّنُ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم موذن ته په ځواب ورکولو تاکید کوي کله چې ورڅخه د اذان الفاظ واورېدل شي، داسې چې مونږ هم هغه څه ووایو چې هغه یې وایي، جمله په جمله، کله چې هغه تکبیر وایي، مونږ ورپسې تکبیر ووایو، او کله چې شهادتین ووایي، مونږ هم ورپسې دواړه شهادتین ووایو، لدې څخه د ( حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح ) الفاظ مستثنا دي، ځکه د هغوي پسې : لا حول و لا قوة إلا بالله، وییل کیږي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

او که چېرته اذان کوونکي له یو څخه زیات وو، نو کله چې لومړي موذن خلاص شي، دویم پسې به ځواب وییل پیل کړي؛ دلیل یې د حدیث عموم دی.

اذان کوونکي ته به په هر حالت کې باید ځواب وویل شي، پدې شرط چې تشناب او یا د حاجت د رفع کولو په حالت کې نه وي.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (1/ 126) (611).

صحيح مسلم (1/ 288) (383).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص120).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (1/ 98).