Skip to content

داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي».

له حکیم بن حزام رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي:

ما وویل: اې د الله رسوله، ماته د هغو کارونو په اړه خبر راکړه چې ما به پرې جاهلیت کې عبادت کاوه لکه: صدقه، د مریانو ازادول او صله رحمي، نو آیا په هغې څه اجر شته؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي».

قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الجَاهِلِيَّةِ مِنْ صَدَقَةٍ أَوْ عَتَاقَةٍ، وَصِلَةِ رَحِمٍ، فَهَلْ فِيهَا مِنْ أَجْرٍ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که کافر مسلمان شي نو هغه ته به د هغو نیکو عملونو ثواب ورکول کیږي چې د جاهلیت په زمانه کې یې له اسلام څخه وړاندې کړي دي، لکه صدقه ورکول، د غلامانو ازادول او صله رحمي.

د کلمو معناوې

أتحنث: أتعبد.

د حديث له ګټو څخه

که چېرته یو څوک د کفر په حالت کې مړ شي نو هغه ته د هغو نېکو عملونو ثواب نه ورکول کیږي چې په دنیا کې یې کړي دي.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (2/ 114) (1436).

صحيح مسلم (1/ 113) (123).

المفهم (1/332).

شرح النووي على مسلم (2/140).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري (22/ 96).

فتح الباري لابن حجر (3/ 302).

البحر المحيط الثجاج (3/499).