Skip to content
المَائدة /

آيت ٢

٥ : ٢

آيت ٢ of المَائدة (٥ : ٢). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

المَائدة آيتونه ١٢٠
سورت · المَائدة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٥ : ٢

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُحِلُّواْ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ وَلَا ٱلشَّهۡرَ ٱلۡحَرَامَ وَلَا ٱلۡهَدۡيَ وَلَا ٱلۡقَلَٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ ٱلۡبَيۡتَ ٱلۡحَرَامَ يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّن رَّبِّهِمۡ وَرِضۡوَٰنٗاۚ وَإِذَا حَلَلۡتُمۡ فَٱصۡطَادُواْۚ وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ أَن صَدُّوكُمۡ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ أَن تَعۡتَدُواْۘ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡبِرِّ وَٱلتَّقۡوَىٰۖ وَلَا تَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ

ای مومنانو! د الله د نښو نښانو بې عزتي مه كوئ، او مه حرامې مياشتې (حلالوئ)، مه د قربانۍ څاروي ته (لاس تېرول)، مه د پټۍ يا غړوندي والا څاروي ته او مه هغه خلك ځوروئ چې د خپل رب د فضل او رضا په لټه د محترم كور (كعبى) په لوري تلونكي وي او كله چې (له احرامه) حلال شوئ نو بيا ښكار كوئ، او د هغه قوم دښمني چې له مسجد حرام نه يې ايسار كړي وئ، بايد تاسو دې ته مجبور نه كړي چې تېرى وكړئ او تاسو په ښېګڼه او تقوى كې يو له بل سره مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې يو له بل سره مرسته مه كوئ او الله نه وډارشئ، بې شكه د الله عذاب ډېر سخت دى.