Skip to content

"په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي".

عثمان رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وفرمایل:

"په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي".

«خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په مسلمانانو کې تر ټولو غوره او د الله جل جلاله په نزد هغه څوک تر ټولو د لوړې مرتبې خاوند دی چې قرآن کریم په تلاوت کولو، حفظولو، ترتیل، پوهېدلو او تفسیر سره زده کړي او نورو ته هغه څه وروښایي چې لده سره له قرآني علومو څخه دي او عمل پرې وکړي.

د حديث له ګټو څخه

د قرآن کریم د عزت بیان او دا چې غوره کلام دی؛ ځکه چې د الله جل جلاله کلام دی.

تر ټولو ښه زده کونکی هغه دی چې (د زده کړې تر څنګ یې) نورو ته هم وښایي، نه هغه چې یوازې په خپله زده کړه بسنه وکړي.

د قرآن کریم زده کړه او نورو ته ښوول؛ تلاوت، معنا او احکامو ته شاملیږي.

مراجع
نور (9)

صحيح البخاري (6/ 192) (5027).

فتح الباري شرح صحيح البخاري.

لابن حجر العسقلاني (1/ 374).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 226).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخن وغيره (1/ 740).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (4/ 638).